د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی ، د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف او صدراعظم شوکت عزيز د فبروری په ١٥ نيټه هغه خونړی پيښه په کلکه وغندله چه په دی ترڅ کی يی په همدی ورځ د بلوچستاند هب په ښارګوټی کی دری تنه چينی انجنيران په ډزو ووژل شول .
نوموړو دواړو مشرانو څرګنده کړه چه د پاکستان حکومت به په بيلا بيلووسيلو ترهګران ونيسی او د قانون له مخی به ور ته سزا ورکړی .
په همدی ورځ له غرمی وروسته د ٦ چينی انجنيرانود سپرلیﻻپر موټرد هب په نامه ښارګوټی کی د ترهګرانو له بريد سره مخامخ شو او ځای پر ځای دوه تنه د ډزو له امله ووژل شول او دريم تن روغتون ته پر لارې مړ شو . پر دوی سربيره پردی پاکستانی موټروان هم وژل شوی دی . دسپرلی نورو دری تنه چينايی انجنيرانو ته زيان نه دی رسيدلی .