<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-02-16 16:16:45    
------ مرموز ډبرين غارونه ----------

cri

ګرانو اوريدونکو چين ته د سفر په ننني خپرونه کې به تاسو ته د چين د يوه مرموز غار په باب يو لړ معلومات وړاندې کړو ٠

د ځمکنې کرې د شمالي عرض البلد د ٣٠ درجود کرښې په شاوخوا سيمو کې زيات مرموز ځايونه شته دي ، د بيلګې په توګه د اطلس په سمندر کې د برمودا په نامه يوه مثلثه ډوله سيمه ، د مصر اهرامونه ، ابوالهول او په چلي کې مرموزه او ډيره لويه انساني ډبرينه مجسمه او داسي نور٠ دغه ځايونو په ټوله نړۍ کې شهرت موندلی دی ،خو امکان لري تاسو ته دا خبره نه وي په چين کې يولړ مرموز او معمالرونکي غارونه هم شته چې خوا شان نوميږي ، دا په چين کې د ډبرينو غارونو ډيره لويه ډله ده چې په ډيره پخوانې زمانه کې د چينايانو لخوا کيندل شوي دي ٠==== أواز ١ ----

د چين په جنوب ختيځ کې يو ډېر مشهور او ښکلي منظره لرونکي غر دی چې هوانګ شان نوميږي ، د هوانګ شان غر جنوبي خوا ته يوه پراخه غرني سيمه موجوده ده چې مساحت يې اوه مربع کيلومترو ته رسيږي ، د هرکال په پسرلي او مني کې په دې سيمه کې رنګارنګ او ښکلي ګلان غوړيږي ٠ خوا شان غر په چيني ژبه کې د ګلانو څخه يو ډک غرمعنی لري ٠ د خوا شان غر مرموز غارونه په دې غر کې واقع دی ، د څيړنې له مخې دغه غارونه د يو زرو اوو سوه کلونو نه مخکې کيندل شوي دي ، له کشف شويو شپږو ديرشو غارونو څخه د ډير لوي ډبرين غارمساحت دوولسو زرو مربع مترو ته رسيږي ، چي د واليبال د لسو ډګرونو د عمومي ساحې سره برابر دی ، د خوا شان غر د مرموزو ډبرينو غارونو د کشفيدو راهيسي انسانانو ته ډير زيات شکونه او پوښتنې راپيداشوي دي ، د دغې سيمې توريستي ﻻرښوونکې أغلی

شاوشوانګ جيوان زمونږ خبريال ته وويل د غارونو د کيندلو له امله د خوا شان تر غره لاندې ځايونه نژدې تش او خالي شوي دی ، خو د غارونو د کيندلو له امله رامنځته شوي خاورې او ډبرې چيرته وړل شوي وې ، دا خلکو ته يو نه معلوميدونکي شک دی ، أغلی شاو شوانګ جيوان وويل ---- اواز ٢ --- دا غار ډير لوي دی د غار د کيندلو له مله د رامنځته شويو ډبرو په واسطه د غره شاوخوا ټوله مځکه پوښل کيداي شي اوتري په استفادې سره د څه دپاسه دوو سوو څلويښتو کيلومترو په اوږدوالي سړک جوړشي ٠ امأ د دغو ډبرو هيڅ پته نه ده معلومه٠ دا يو شک دی ، دغه راز د زياتو پوښتنو او شکونو څخه نورلوي شکونه هم شته ، مثلأ د دغو غارونو د کيندلو مقصد څه و ؟ پخوانيو خلکو ولې په دې ځای کې غارونه کيندلي وو ، په غارونو کې د خلکو د اوسيدو هيڅ نښه نه ليدل کيږي ، يوې ښځې چې د خوا شان د غارونو سره علاقه لري زمونږ خبريال ته وويل ==== اواز ٣ === که مونږ ووايو چې پخوانيو خلکو د ډبرينو موادو د جوړولو دپاره غارونه کيندلي وو نو دوي وکړي شول چې په سرخلاصه توګه په غر کې ډبرې وکيني ، دا به يوه أسانه ﻻره وي ، که دوي غوښتل چې د غلودانوزيرمه تونونه جوړکړي ، خو دا ځای لوندوالی لري او د غلودانو د زيرمه تونونو د جوړولو دپاره هيڅ مناسب نه دی ، ښايي دوي غوښتل چې د کوم پاچا دپاره قبر جوړکړي ، خو تر اوسه پورې په دې اړه کوم تاريخي سند نه دی ميندل شوی ، د خلکو په وړاندې شکونه او پوښتنې زياتې دي ، مګر د دغو شکونو اوپوښتنو د حل و فصل دپاره هيڅ معلومات هم نه پيداکيږي ٠

په غارونو کې د ليدو وړ څه منظرې شته ؟ راځۍ چې يو ځای تر ټولو ډېر لوی غار ته يعني ٣٥ م لمبر غار ته ولاړ شو او وګورو چې په دې غار کې څه شي شته ؟

د ٣٥ م لمبر غار اوږدوالی يو سلو اويا مترو ته او مساحت يې دولسو زرو مربع مترو ته رسيږي ، د غار خوله کوچنې ده ، خو کله چې مونږ غار ته ورننوځو او د يوې لنډې او تنګې ﻻرې څخه د تيريدو نه وروسته زمونږ په وړاندې د ډبرينې ماڼۍ په شان يو ډير غټ ځای راښکاريږي ، د دې ډبرينې ماڼۍ په منځنې برخه کې ٢٦ غټې ډبرينې ستنې ولاړې دي او د هرې دايرې غټوالی يې د لسو مترو څخه هم زيات دی ، دغې ډبرينې ستنې د غار د بام د تکيه کولو رول لوبولی دی ٠ دغه راز په غار کې ٣٦ ډبرينې خونې ، ډبرين کټونه ، پلونه او ډنډونه شته ، ډرين غارونه د نړۍ د بيلابيلو ځايونو څخه راغلي سيلانيان ځانته راجلبوي ، امريکايي سياح توم چالس زمونږ خبريال ته وويل د غارونو معجزه زما د علاقې وړګرځيدلې دی ، هغه وويل --- اواز ٥ – دغه ډبرين غارونه ډير په زړه پوري دي ، ما هيڅکله همدارنک ځای نه دی ليدلی ، دغه غارونه ډير اوږد تاريخ لري ، خوپه دې اړه يې زيات شکونه هم موجود دي ،

محترمو دوستانو که تاسي وغواړي چې دغه مرموز ډبرين غارونه وګوري نو راشي او سيل يې وکړي ، امکان لري چې د سيل په ترڅ کې به نوي پوښتنې او شکونه راوسپړي او يا يې د حلوفصل ﻻرې پيداکړي ٠