
ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! هر کال په چين کې د لرغون د پېژندنې په هکله څه نا څه پنځه سوه پلانونه پلی کېږی چې دغه شمېر په ننی نړۍ کې ډير لوی دی. د هنر او کلتور په نننی پروګرام کې به تاسو ته د چين د تاريخی اثارو د موندلو او ساتلو په هکله څه معلومات وړاندی کړو.
څو ورځې دمخه د چين حکومت اعلان وکړ چې له روان کال نه وروسته به د هر کال د جون د مياشتې دوهمه شنبه د کلتوری ميراثونو د ساتلو د ورځې په توګه ياده شی. د چين د تاريخی اثارو د دولتی رياست د مرستيال ښاغلي جانګ بی په نظر په چين کې د تاريخی اثارو د ساتلو چارې تل په ټولو هېوادوالو پوری اړه لری. په دې وروستيو کلونو کې په چين کې اقتصاد چټک پرمختګ کړی او د چين حکومت د تاريخی اثارو ساتنې ته په درنه سترګه کتلی دی. هغه وويل
( لومړی اواز)
د تاريخی اثارو د ساتلو کارونو چټک پرمختګ کړی، په تېره بيا يو شمېر لوی پروګرامونه، د مثال په توګه د دريو تنګيو په سيمه کې د تاريخی اثارو د ساتنې لپاره د هېواد له مختلفو ځايونو څخه زيات شمېر اړوند متخصصان راغونډ شويدي. اقتصادی او ټولنيز پرمختګ د تاريخی اثارو د ساتلو چارې پرمخ بيولی دي.
د چين د تاريخی اثارو د دولتی رياست لخوا د برابر شويو اړوندو ارقامو له مخې، په تېرو لسو کلونو کې هر کال تر ځمکې لاندی د تاريخی اثارو د موندلو څه نا څه پنځه سوه پلانونه پلی شوي. دغه راز داسی پلانونه د چين د تاريخ او تمدن د سرچينې د څېړنې لپاره اسانتياوی برابرې کړي او د موزيم پرمختګ يی پرمخ بيولی او د نړيوالی ټولنې د اړوندو متخصيصانو پاملرنه يی ځانته راجلب کړيدی.
په دې نژدې وختونو کې د چين د تاريخی اثارو د ساتلو چارو داسی خصوصيت خپل کړی چې پکې د تاريخی اثارو د ساتلو لپاره له پرمختللی تکنولوژۍ څخه استفاده کېږی. ښاغلي جانګ بی وويل چې
( دريم اواز)
اوس په ټول هېواد کې د تاريخی اثارو د ساتلو داسی شپږ مرکزونه جوړ شويدي چې له پرمختللی تکنولوژۍ څخه استفاده کوی. د مثال په توګه د دون هونګ په غارونو کې د ديوالی نقاشيو ساتلو مرکز .
د چين په مختلفو ځايونو کې د تاريخی اثارو د پر ځای کېدو خصوصيتونه بيل بيل دي. د هه نان او شان شی د دوو ولايتونو تر ځمکې لاندی زيات
شمېر د چينی ملت د تمدن سرچينی په اړه لرغونی اثار او مقبرې شته. په چين کې په سلو کې شل نړيوال ميراثونه د بېجينګ په ښار کې پراته دي. د تاريخی اثارو د ساتلو لپاره مختلفو ولايتونو او ښارونو خپل ځانګړی قوانين او قايدې جوړ کړی دی. د مثال په توګه د بېجينګ په ښار کې د لرغونی ښار د ساتلو لپاره د بېجينګ ښاروال ځانګړي قاعدې ټاکلی دي. د بېجينګ د تاريخی اثارو د ادارې رئيس ښاغلی می نينګ هوا وويل
( څلورم اواز)
په بېجينګ کې د لرغونی ښار د ساتلو په اړه د قاعدو ټاکل زيات اهميت لری. علاوه پر دې، د لوی ديوال د ساتلو لپاره مونږ يو لړ لارې چارې تر سره کړيدي. اوس مونږ د امپراطوری ماڼۍ د ساتلو دپاره پلټنې او څېړنه کوو چې ځانګړی قانون جوړ کړ.
د ځينو کسانو په نظر، که چيری په چين کې اقتصاد چټک پرمختګ و نه کړی، نو په چين کې د تاريخی اثارو د ساتلو او د لرغون پېژندنې کارونه به ستر پرمختګ و نه مومی. په حقيقت کې په چين کې د اقتصادی چټک پرمختګ له امله د چين د تاريخی اثارو د ساتنې او څېړنې لپاره زياتې پيسی برا برې شويدي.
ګرانو اورېدونکو، همدلته هنر او کلتور نننی پروګرام پای ته رسېږی چې د پروګرام په دې لړ کې مو په چين کې د تاريخی اثارو د ساتلو چارو د چټک پرمختګ په اړه معلومات وړاندی کړل. هيله ده چې زمونږ پروګرام مو خوښ شوی وی. ستاسو د روغتيا په هيله!