<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-02-17 17:02:03    
د چين مشهور عالم چان شوې سين

cri

د تير دسمبر په يوولسمه نېټه د چين د مشهور عالم چان شوې سين د زيږيدنې څلور نويمه کليزه وه ٠ د دسمبر په شپږمه نېټه د چين نور لس ګونه عالمان د چين د علمی اکاډمی د ميخانيکی پوهنې په انستيټيوټ کښی راغونډ شول او له امريکې څخه چين ته د سپين ږيری عالم چان شوې سين د بيرته ستنيدو د پنځوسمې کاليزې يادونه يی وکړه ٠ که څه هم د بيجينګ هوا ډيره سړه ده ، خو په هغه ورځ د دغه انستيټيوټ په دننه کښی فضا له تودوالی څخه ډکه وه٠ سپين ږيری چان شوې سين چه په نړۍ کښی د راکټ د څيړنې مشهور عالم، د چين د انجنيری کنترول تيوريکی متخصص،د سيستماتيکې انجنيرۍ متخصص او د سيستماتيکو علومو لوی مفکر دی، په خپل عمر کښی يی د زياتو ساحو علوم څيړلی او ستر برياليتوبونه يی ترلاسه کړيدی٠ په دغه غونډه کښی ګډون کوونکو عالمانو د سپين ږيری چان شوې سين د سترو علمی برياليتوبونو ستاينه وکړه او د ده د علمی افکارو او ښو اخلاقو ونه يی وکړه ٠

پوهنی سرحدی کرښی نلری ، خو عالمان خپل هېوادونه لری٠ چين ته د عالم چان شوې سين د بيرته راستنيدو په مهال، يو بل عالم جو جاو شيانګ چه اوس پنځه اتيا کلن دی، د چين د علمی اکاډمی په استازيتوب د هغه هرکلی وکړ٠ سپين ږيری جو جاو شيانګ وويل چه د ١٩٥٥ کال د اکتور په اتمه نېټه ښاغلی چان شوې سين په امريکه کښی د خپلو شل کلنو زده کړو او کارونو له پای ته رسولو نه وروسته د ډول ډول خنډونو او ستونزو په ليری کولو سره د خپلی کورنی له ټولو کورنيو غړو سره يو ځای بيرته چين ته راستون شو او ورپسی يی له مشهور پروفيسر چان وۍ چانګ سره په همکارۍ د چين د علمی اکاډمی د ميخانيکی پوهنې د انستيټيوټ د جوړولو لپاره تياری ونيو٠ د ١٩٥٦ کال د جنورۍ په ١٦ نېټه دغه انستيټيوټ په رسمی توګه جوړ شو او ښاغلی چان شوې سين له هغه وخت څخه د شلمې پيړۍ تر اتمې لسيزې پوری د دی انستيټيوټ مشر و٠

عالم جو جاو شيانګ وويل چه ٌ له پنځوسو کلونو راهيسی د چين د علمی اکاډمی د ميخانيکی پوهنې انستيټيوټ د ښاغلی چان شوې سين پر علمی او تخنيکی افکارو باندی ټينګار کوی او د خپل هېواد د سترو اړتياوو له مخی يی د اساسی څيړنې پر بنسټ د ميخانيکی پوهنې د څيړنې يو دولتی مرکز جوړ کړی چه د ميخانيکی پوهنې په نړيواله ټولنه کښی ستره اغيزه لری ، د خپلواکو اختراع ګانو يو شمير عملی برياليتوبونه يی ترلاسه کړی او په تيره بيا د اټومی بم ، توغندی ، مصنوعی سپوږمۍ او انسان وړونکی فضانوردۍ په شمول د چين د يو شمير ډيرو سترو پروژو او عصری علومو د پرمختګ دپاره يی مهم خدمتونه ترسره کړيدی ٠

ښاغلی چا ن شوې سين تل د ځوانو علمی او تخنيکی کارکوونکو روزلو ته ډير ستر اهميت ورکوی ٠ د تير کال په جولای کښی هغه يو ښوونکی ته وويل چه زه يوازی د کيک باندينی خواږه شيان يم ، خو که خام کيک ښه نه وی ، ټول کيک به هم خوندور نه وی ٠ نو د هر شی او هر کار لپاره بنسټ ډير مهم ارزښت لری٠ د ځوانانو روزل د يوه هېواد د ترقی بنسټ ګڼل کيږی او ښوونکی د ځوانانو د روزلويو انجنير دی ٠

ښاغلی چان شوې سين د ١٩١١ کال د دسمبر په يوولسمه نېټه د چين په ختيځ د شانګهای په ښار کښی زيږيدلی، په ١٩٣٤ کال کښی د شانګهای له ترافيکی پوهنتون څخه فارغ شو او په ١٩٣٥ کال کښی د لوړو زده کړو لپاره امريکې ته ولاړ٠ په امريکه کښی د زده کړې په موده کښی يی له يوه بل پوه سره په همکارۍ << د ليری واټن توغوندي ارزونه او ابتدائی تحليل >> تر عنوان لاندی يو مشهوره علمی رساله ليکلی او د مځکنی توغندی او هوايی راکټ د څيړنې لپاره تيوريکی بنسټ ايښی دی٠ د ١٩٥٥ کال په اکتوبر کښی چان شوې سين د ډول ډول خنډونو په ليری کولو سره بيرته چين ته راستون شو او د خپل هېواد په علمی او تخنيکی چارو کښی يی ګډون وکړ٠ هغه د نژدی واټن او منځنی واټن توغنديو او د چين د لومړۍ مصنوعی سپوږمۍ په څيړلو او جوړولو کښی يې برخه واخيسته، په مستقيمه توګه يی د منځنی او نژدی واټن توغندۍ په وسيله د اټومی بم وړلو د ازموينې لارښوونه وکړه او د فضايی ستوريو ترمنځ د فضا نوردۍ د چارو د پرمختګ په باب يې د چين د لومړی پلان په جوړونه کښی هم ګډون درلود ٠ په ١٩٩١ کال کښی د چين دولتی شورا او مرکزی نظامی کمېټې پرهغه باندی د ٌٌ وتلی خدمت ترسره کوونکی عالم ٌ لقب کيښود او په ١٩٩٩ کال کښی د چين د کمونست ګوند مرکزی کمېټې ، دولتی شورا او مرکزی نظامی کمېټې هغه ته ٌ د اټومی بم، توغندی او مصنوعی سپوږمی د څيړلو او جوړولوچ ری سمبالوونکی ٌ مدال ورکړ٠