<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-02-18 16:42:52    
د چين د هه لونګ جيانګ په ولايت کې د بزګرانو علمي ورځ په رسمي توګه وټاکله شوه

cri

د چين د بزګري جنتري له مخې هر کال د لومړني مياشتې شپاړسمه نېټه د هه لونګ جيانګ په ولايت کې د بزګرانو د علمې ورځې په نام ياديږي چه دغه ورځ د روان عيسوي کال د فبروري له ديارلسمې نېټې سره برابره ده .

په هه لونګ جيانګ کې په تيرو لسو کلونو کې دا ډول علمي ورځ ته پام شوی چی د بزګرانو د علمي پوهنی او د بزګرانو د عايداتو د زياتوالی لپاره مهم رول لوبولی دی .تير کال د علمي او تخنيکي معلوماتو د ترويج په اړه د دغه ولايت د ولسی کانګرس له خوا په تصويب شويو مقرراتو کی دغه ځانګړي ورځ وټاکل شوه . په دی توګه هه لونګ جيانګ ولايت په چين کی داسی يوازنی ولايت دی چی بزګران پکی خپل علمي جشن لری .

د سږنی جشن عمده موضوع د نويو سوسياليستي کليو ابادول او له علمي او تخنيکي روزنې څخه د هر بزګر ګټې اخيستل وو .د شمال ختيځ چين د کرنې پوهنتون په شمول زياتو سازمانونو ٥٠ خدمتی ګروپونه د دغه ولايت بيلا بيلو کليو ته ور ليږلی او بزګرانو ته يی علمي او تخنيکي کتابونه او د ويديو کسټونه ور کړی دی چی ګڼ شمير بزګران له پرمختللو کرنيزو تکنولوژيو څخه ګټې واخلي .

د فبروری په ١٣ نېټه د دغه ولايت د بين ولسوالی د جو ژن علاقه داری له ٢٠٠ کليو څخه راغلي بزګران د علاقه داری د غونډی په سالون کې راغونډ شول او دوي ته د دغه ولايت د کرنيزو علومو د اکادمی لخوا برابر شوي تيلويزيونونه ،کمپيوترونه ،کتابونه ، د ويديوکسټونه او د شولو او لوبيا غوره تخمونه ورکړل شول .

.په همدی وخت دغه اکادمی له بزګرانو سره قراردادونه هم لاسليک کړی چی له امله به يی بزګران نه يوازی لازمه تکنولوژی تر لاسه کړی بلکه نوری ترې ګټی به هم تری و اخيستی شي .

د دغه ولسوالی د جی شيانګ کليوالې کميټی مشر جونګ عه های وويل چی په ١٩٩٧ کال کی د کرنيزو علومو له اکادمی سره د اړيکو له ټينګيدو وروسته مو زياتی ګټی تر لاسه کړی دی او په روانه علمي ورځ کې د دوی له خوا د سولو برابر شوی دوو زرو کليو ګرامو د شولو له غوره تخمونو څخه به مونږ څه د پاسه ٧٠ زره ژن مين بی يوانه لاس ت راوړو .

دغه علمې ورځ په نورو ولسواليو او ښارونو کی هم تيره شوه . د چيچيهار ښار د کرنيزو موادو او وسايلو د پلورلو په يوه لاره کی داسی حالت ليدل کيده چی د بزګرانو د علمي جشن په يادولو سره د شاوخواوو ولسواليو بزګران راجلب شوي وو .زياتو بزګرانو له کارپوهانو څخه د تکنولوژی په اړه پوښتنې کولې او علمي کتابونه يي غوښتل .

په دې ورځ کی ٩٢ تنه بزګران د سيالی له لاری د شولو کرلو په اړه د تکړه بزګرانو په نامه ونومول شول .د چيچيهار ښار د می لی سی سيمی د ژونګ شنګ کليو بزګر فونګ چی مينګ د نمونوي بزګر د وياړ لقب په تر لاسه کولو سره د موټرسايکل ،تلويزيون ،بايسکل ، موبايل تيلفون او نظامي يونيفورم په شمول جايزه تر لاسه کړيده .٥٣ کلن فونګ چی مينګ هم په وروستيو کلونو کی د جوارو د غوره تخمونو د کرلو له امله په ٢٠٠٤ کال کی هم د غوره بزګر په نامه ياد شوی او په ٢٠٠٥ کال کی يی هم دغه وياړمن نوم ګټلی دی .

که څه هم دغه علمي ورځی يوازی يوه ورځ دوام درلود ، خو لسو انستيتوټونو،٧٥ موسسو او ٣ زرو بزګرانو پکی ګډون درلود او پکی ٤٨٠ ډولونه غوره تخمونه او ٣٠ ډولونه پرمختللي تکنولوژی بزګرانو ته ور وپيژندل شوی

که څه هم د فبروري په ديارلسمه نيټه هوا ډيره سړه وه ، خو لا هم زيات بزګران له بيلا بيلوکليو څخه په دې علمي ورځ کې د ګډون لپاره راغونډ شوی وو.