<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-02-18 16:52:14    
په ژمي کې د روغتيا ساتنه

cri

د روغتيا مسئله هميشه د خلکو د توجه وړ مسئله ده ٠ په مختلفو فصلونو کې بيلا بيلې ناروغۍ پيدا کيږي اوس د ژمي موسم دي ، لکه د تنفس ، ټوخي ، سړو وهل او داسي نوري ناروغۍ ډير پيدا کيږي ٠ عمومأ په ژمي کې له دي امله چه هوا ډيره سړه ده ، نو زاړه او واړه نه غواړي چه بهر ته لاړ شي او د يوې ورځې په زيات وخت کې په کور کې پاتي وي ٠ خو د توجه وړ خبره دا ده چه په ژمي کې په کوټه کې د هوا د مساعد رطوبت ساتنه يو داسي حساسه موضوع ده چه د ننه په کوټه کې په چاپيريال پوري اړه لري ٠ له دي امله چه په ژمي کې هوا ډيره وچه ده ، نو عمومأ په کور کې د هوا رطوبت نسبأ ټيت وي ٠ په داسي چاپيريال کې د انسان د تنفس سيستم تسبتأ ضعيف ښکاري او د ناروغۍ سره مقاومتي لياقت يي هم ټيت دي ٠ له بلې خوا په وچه هوا کې دوړي ډيرې زياتې وي ، نو دا د بيلا بيلو ميکروبونو د خپريدو له پاره زمينه برابروي ٠ په دي اثر په ژمي کې د ننه په کوټه کې انسان بايد زياتې اوبه وڅښي او هم کولي شي چه په خپل کور کې کله کله اوبه وشيندي څو چه د بدن د اوبو کمبود يي ليري شي ٠ بله خبره دا ده چه په ژمي کې د ننه په کوټه کې د هوا د تازه کولو له پاره دي تر ممکنه حده پوري هوا ګرځنده وساتل شي يعني د کوټې هوا بدله شي څو چه د ننه په کوټه کې ککړه شوي هوا کمه شي ٠ د اړوندې څيړنې له مخې هره ورځ په کور کې د هوا د تبديلولو له پاره لږ تر لږه د دوو ځلو له پاره کړکۍ حلاصه شي او يو وار لږ تر لږه د پنځلسو دقيقو له پاره وساتل شي ٠ بله د پام وړ مسئله دا ده چه په ژمي کې که د ورځې هوا ښه وي او سخت باد نه وي ، ښه به دا وي چه له کور نه بهر ته لاړ شي ، په تازه هوا کې وګرزي يا مساعد ورزش وکړي ٠ له دي لارې له يوې خوا په کوټه کې د هوا د ککړتيا له امله انسان ته رسول شوي زيانونه به کم او له بلې خوا د ورزش نه وروسته د ناروغيو سره د مقاومت په هکله د انسان بدني لياقت به زيات شي چه دا د زاړو کسانو او ماشومانو له پاره ډير مهم دي ٠ له دي امله چه د زاړو کسانو او ماشومانو صحت نسبتأ ضعيف دي او په عامه ځايونو لکه تياتر ، سينما او مغازو کې هوا نسبتأ خرابه وي ، نو په ژمي کې د دوي د روغتيا د ساتنې له پاره ښه به دا وي چه نوموړو ځايونو ته لږ لاړ شي او د اوږد وخت له پاره پکي پاتي نه شي٠

د انسان د روغتيا د ساتنې له پاره خواړه هم يو ډير مهم عامل ګڼل کيږي ، دلته د يوه خوندور چيني خوراک جوړونه خوراک علاقه مندانو ته معرفي کړو٠ ٠ د خواړو نوم د چايو هګۍ٠ هان د څه د پاسه څلورو زرو کلونو نه د مخه په چين کې چاي پيدا شوي ؤ ٠ په لوموړنيو وختونو کې خلکو خود رويه چاي د درملو يو ډول بوټې ګڼل ٠ وروسته د دغه ډول دوا د ډير او اوږد استعمال په ترڅ کې خلکو دا درک کړه چه چاي نه يوازي خوشبوي لري ، بلکه د څکلو نه وروسته به د بدن حرارت او مسموميت هم ليري کولي شي ٠ په چين کې چاي په عمده توګه په دوو قسمونو ويشل کيږي چه يو ډول ته يي سور چاي وايي او بل ته يي شين چاي وايي ٠ د چين د عنعنوي طب له نظره سور چاي ګرم خاصيت لري او شين چاي يخ خاصيت لري ٠ نو په چين کې خلک دا عادت لري چه په ژمي کې سور چاي څښي او په دوبي کې شين چاي څښي ٠ دغه راز د خلکو په ورځني ژوند کې چاي هم د بيلا بيلو خوراکونو په جوړونو کې تر استفادې لاندې راغلي دي ٠ د چاي هګۍ چه په چين کې زيات خلک يي ډير خوښوي ، د خلکو د ډوډۍ پر ميز باندې ډير زيات ليدل کيږي او جوړونه يي هم ډيره ساده ده ٠ لومړي لس دانې هګۍ او سل ګرامه سور چاي تيار کړۍ٠ هګۍ په اوبو کې جوش کړۍ ، هګۍ چه پخه شي ، په يخو اوبو کې يي واچوي او د څو دقيقو نه وروسته يي له اوبو نه راوباسي او پوستکې يي ليرې کړۍ ، بيا نوموړي هګۍ په يو ديګ کې واچوي او په عين وخت کې برابري اوبه هم پکې واچوي چه د اوبو اندازه يي د هګۍ پاسني برخې ته و رسيږي ٠ وروسته سل ګرامه سور چاي ، برابره مالګه او پخپله خوښه نورې مسالې سره يو ځاي پکې واچوي او ويي لړۍ٠ بيا نوموړي ديګ د اور د پاسه کيږدې ٠ کله چه اوبه جوش شي ، اور نرم کړۍ او بيا به د شل يا ديرشو دقيقو له پاره هګۍ پخې کړۍ ترڅو سپيني هګۍ د چايو په رنګه بدلي شي او په دي ډول د چايو هګۍ تياريږي ٠ د سپيني هګۍ په نسبت د چايو هګۍ ډيري خوندري دي