<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-02-19 18:25:29    
د چين مشهوره سندرغاړی سونګ ځو ينګ

cri

دا د چين بين المللی راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو، اسلام عليکم ! د چينی او بهرنی موسيقی په دی پروګرام کی به د چين د مشهوری سندرغاړی سونګ ځو ينګ او د هغې په اواز ويل شوي خوندورې سندرې تاسو ته وړاندی کړو٠

( سندره ١ )

ګرانو اوريدونکو، تاسو همدا اوس د سونګ ځو ينګ له خوا ويل شوی سندره واوريده د دغی سندرې نوم ئی کوچنی ټوکرۍ ده٠ سونګ ځو ينګ د چين له ځوانو سندرغاړو څخه يوه ډېره نامتو سندرغاړې ده ٠ نوموړې د چين له قومي پوهنځی څخه د فراغت وروسته د چين د ډېر مشهور پروفيسر جين تيلين زده کوونکې شوه ٠ په ١٩٩١ کال کی سونګ ځو ينګ د چين د ولسی ازادی بخښونکی اردو د سمندری ځواکونو د هنری ډلې لخوا ومنل شوه ٠ تراوسه پوری سونګ ځو ينګ له زرو نه زياتې ولسی سندری ثبتې کړيدي ٠ اوس به مونږ په ګډه د دې لخوا ويل شوي يوه ولسي سندره واورو چی نوم ئی سپوږمۍ ته کتل دی٠

( سندره ٢)

په دی وروستيو کلونو کی سونګ ځو ينګ څو ځله د چين له هنری پلاوي سره د استراليا، امريکی او کاناډا په شمول بهرنيو هېوادونو ته هنري سفرونه کړي او د دغو هيوادونو له هنرمندانو سره يي د سندرو ويلو هنر تبادله کړی ده٠ هغی په ٢٠٠٢ کال کی د چين او استراليا تر منځ د سياسی اړيکو د ټينګيدو د ٣٠ کاليزې

يادونی لپاره د کلتوری استازی په توګه د استراليا د سيدنی د اوپرا د نندارې په سالون او لږه موده وروسته د ويانا د کنسرت په طلايی سالون کی هم ځانګړی کنسرتونه ورکړی دی٠ اوس به مونږ په ګډه د سونګ ځو ينګ له خوا ويل شوی سندره واورو چی نوم ئی نيکمرغه ورځ دی٠

( سندره ٣ )

ګرانو اوريدونکو ،د دريو خوندورو سندرو په اوريدو سره د چينی او بهرنی موسيقی نننی پروګرام په همدی ځای پای ته رسيږی٠ شپه مو په خير٠