په هر هيواد کې د تحفې ورکولو دودونه شته دی ، چينايان هم په ډول ډول مراسمو ، د يادونې په وختونو او يا اخترونو کې تحفې ورکوي او تحفې يي هم ډيرې درنې وي . د بيلګې په توګه د يو چا د زيږيدنې په تيره بيا د سپين ږيرو او سپين سرو د زيږيدنې ورځې او د ماشوم د زيږيدنې د مياشتنې او کلنې لمانځنې لپاره کيک او د دوستانو او خپلوانو کور ته د ورتګ په وخت کې څه ميوې وړل کيږي ، په تيره بيا د پسرلني اختر د رارسيدو په بيګا شپه چه د چينايانو د عادت سره سم د ټولو کورنيو غړو د راغونډيدو وخت دی ، پلار او مور خپلو زامنو او لويان خپلو ماشومانو ته د يو کال د زياتيدو له امله پيسې ورکوي چه په يد سره کاغذ کې تاو کيږي . نن ورځ که د چا زوی په پوهنتون کې شامل شي ، خپلوان او دوستان هم د پيسو يا د زده کړې نور توکې د تحفې په توګه ورکوي .
د تحفې ورکولو عادتونه او شکلونه په بيلا بيلو هيوادونو کې توپير لري . په المان کې د تحفې بندولو ته ډير پام ورکول کيږي . ګلاب مينې ته ورکول کيږي ، نورو ته نه . په عربي هيوادونو کې نوي أشنا ته تحفه نه ورکول کيږي ، که هغه چا ته چه تازه يي پيژندلی وي ، تحفه ورکړي ، رشوت بلل کيږي . د عربو د عادت له مخې زاړه شيان او شراب هيڅکله نورو ته نه ورکول کيږي په تيره بيا د هغه چا ميرمن ته د تحفې ورکول منع دي چه د سوداګرۍ اړيکې لری . که د چا کره ميلمه ور شي او کوم شي ته څو څو ځله سترګې ونيسي ، نو خاوند به دغه شی ور کوي .
په فرانسه کې که د چا کره ميلمه ورشي ، څو تازه ګلان د کور خاوند ته ورکول کيږي چه بايد و نه تړل شي .
د لاتينې امريکې په هيوادونو کې د قچي او دسمال ورکول منع دي ځکه چه ددوي په نظرد قيچي ورکول د دوستي د پايلي مانا لری . دسمال هم بايد چا ته نه ورکول کيږي ځکه چه دسمال له اوښکو سره اړيکې لری . په دغو هيوادونو کې هغه شي د تحفې وړ دي چه زيات ماليات ځنی اخيستل کيږي .
په جاپان کې د تحفې ورکولو ممنوعات ډيردي . جاپانيان عمومأ هغه شي د تحفې په توګه خپلو دوستانو ته ورکوي چه اخيستونکو ته دومره اهميت نه لری څو چه دوي يي بيا نورو ته ورکړي . جاپانيان د چين وريښمين توکې ، چيني درملونه او غوره شراب خوښوي ، خو له هغه نښې څخه کرکه کوي چه د ګيدړې انځور ورباندي چاپ شوي وي ځکه چه ګيدړه د طمع او حيلې نښه ده .
انګريزان عمومأ چاکليت، شراب او ګلان يو بل ته ورکوي او تحفه له ماښامي ډوډۍ يا نندارې وروسته ورکول کيږي ، خو انګليزان له هغه شي څخه نفرت کوي چه ورباندي د کوم شرکت نښه چاپ شوي وی .
امريکايان د کريسمس په اختر کې يو بل ته عمومأ کتابونه ، د زده کړې توکې ،چاکليټ او يا ګلان د تحفې په توګه ورکوي ، د يادونې وړ خبره دا ده چه د امريکايانو په نظر طاق عدد يوه بختوره نښه ده ، نو کيداي شي چه چا ته درې ناکونه ورکړل شي ، خو چينايان له طاق عدد څخه نفرت کوي . امريکايان د تحفې اخيستلو وروسته سمدلاسه تحفه خلاصوي او ترې مننه کوي ، که خواړه وي ، سمدلاسه يي وخوري ، که کوم هنری شی وي ، حتمأ به يي ستايي .
طاق عدد هم د روسانو خوښ دی ، خو روسان له پيسو ورکولو څخه کرکه کوي او دا نظر لری چه د پيسو ورکول د وقار سپکاوی دی . هالنديان د اومو او سړو خواړو خوراک عادت لری او د خواړو ورکول منع دي . که چا ته تحفه ورشی ، بايد په کاغذ کې ښه وتړل شي .