د سينهوااژانس د خبر له مخې د چين د دولت د رئيس هو جين تاو په بلنه د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف د فبروري په نولسمه نېټه د چين پلازمينې بيجنګ ته ورسيد او چين ته يې په خپل رسمي مسافرت پيل وکړ٠ د سفر په ورځو کې به د چين د دولت رئيس هو جين تاو ورسره خبرې اترې وکړي او د چين نور مشران به هم ورسره ملاقات وکړي ٠ دغه راز ښاغلی مشرف به د چين او پاکستان ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګيدو د ٥٥ کاليزې د لمانځنې په ميلمستيا کې برخه واخلي ، د ده سفر به د روانې مياشتې په ٢٣ نېټه پاي ته ورسيږي
|