د ٢٠٠٥ کال د دسمبر په اته لسمه نېټه ، څه دپاسه دوه سوه مېلمانه له سی چوا، بېجينګ ، هانکانګ او مکاو په شمول له يو شمېر سيمو څخه د فو جو ښار د پنډا د څېړنې مرکز ته لاړل چه د باس په نامه د پنځه ويشت کلنې ښځينه پنډا د زيږيدنې ورځې د لمانځنې مراسم تر سره کړي. دغه پنځه ويشت کاله د انسان د عمر له سلو کالو سره برابره دی . زيات شمېر خلکو دغی مشهورې سپين سرې پنډا ته د هغې د زېږېدنې کليزی په مناسبت د زړه له کومې مبارکی وويله
باس يوويشت کاله مخکی د سی چوان ولايت د باو شينګ په ولسوالی کی د مېرمنی لی شينګ يو لخوا ژغورل شويده . مېرمنی لی شينګ يو وويل چه دا څلور زامن لری او له يو ويشتو کلونو راهيسی يی تل باس د خپل پنځم ماشوم په توګه بللې ده . اوس پنځه ويشت کلنه باس لا هم له روغ جوړ صحت سره ژوند کوی ، نو له دې امله هغه ډېره خوشحاله ده .
د چين د کرنيزې جنتری له مخی، د ١٩٨٤ کال د لومړي مياشتې په يولسمه نېټه کله چه واوره اوريدله ، اوه دېرش کلنه لی شينګ يو له خپل وراره سره پټي ته د تګ په لار کې ناڅاپه د سيند په غاړه وليدل چه په اوبو کی يو سپين او تور شی کښته پورته کيده ، دا په اصل کې يو پنډا وه . نو سمدلاسه دواړو د سيند په منځ کې دغه پنډا وژغوره او په دوهمه ورځ يي د فونګ يونګ جای طبيعت ساتونکې سيمی ته يووړه . دا چه دغه پنډا په ١٩٨٤ کال کی وژغورل شوه او څرنګه چه ٨٤ په چينی ژبه کی باس تلفظ کيږي ، نو پرې د باس نوم کيښودل شو.
په ١٩٨٥ کال کی باس د فو جو ښار د پنډا څيړنيز مرکز ته واستول شوه . د دې مرکز مشر چن يو څون وويل چه د ښی او جدی روزنې وروسته ،
باس د جمناستيک په لوبو کې ډيره تکړه ده او ډول ډول حرکتونه تر سره کولي شي ، نو څو ځله د نندارې لپاره بهرنيو هېوادونو ته تللې ده. په ١٩٨٧ کال کی يی له هېواد بهر د سفر په ترڅ کی د امريکی په ساندياګو کی نيم کال تېر کړ او د دې هېواد د خلکو تود هر کلی يی تر لاسه کړ . د تېرې پيړۍ د نهمې لسيزې په پيل کی ، باس له بلنې سره سم د اسيايی هېوادونو د يولسمی دورې په سپورتی لوبو کی او د پسرلنی اختر د لمانځنی په يوه ګډه مېلمستيا کی په زړه پوري نندارې وکړ او د دوستانه استازې په نامه يی شهرت وموند.
په ١٩٩٠ کال کی باس د پان پان په نامه د اسيايی هېوادونو د سپورتی لوبو د بختوری نښی په توګه وټاکل شوه او نه يوازی ټول هيوادوال ، بلکی د اسيايی هېوادونو خلک ددې ساده او صفا صورت ډير خوښ و .
څرنګه چه باس د خپل ژوند وروستي مودې ته داخله شوي ، نو په ډيرو ناروغيو اخته شوې او حتی مرګ ته نژدې شويده . د فو جو د پوځی سيمی د عمومی روغتون ډاکترانو د باس د ژوند د اوږېدو لپاره پر له پسی کوشش کړي او لا کوی يي .
مدير چن يو څون وويل د باس د ناروغيو علاج د ډېرو څانګو طبی کارکوونکو ته اړتيا لری . زمونږ هېله دا ده چه باس په ښه توګه د خپل ژوند وروستي موده تيره کړي او عمر يی لا نور اوږد شی.