<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-02-20 18:04:33    
د چين د چټکی ليږدونی چاری پرمختګ موندلی ده

cri

ګرانو اوريدونکو ،د خپل اقتصاد او بهرنی سوداګری د پرمختګ له امله د چين د چټکی ليږدونی چاری هم چټکتيا موندلی ده .اوس په چين کی د چټکی ليږدونی بيلا بيلو کمپنيو شميرڅو لکو ته رسيدلی دی .د دی چارود اړوندو شخصيتونو په نظر هېواد ته د چټکی ليږدونی بهرنيو کمپنيو له داخليدو وروسته د چين دغه شان کمپنۍ به هرو مرو خپله خدمتی سويه لوړه کړي او په همدی برخه کی د پرمختګ لپاره له بهرنيو کمپنيو سره سياله او همکاری وکړي .

ښاغلی جين شيون د شانهانګ د می يا په نامه د چټکی ليږدونی کمپنۍ عمومی مدير دی .د ده کمپنی د امريکی او چين ترمنځ د مشتريانو لپاره خدمتونه تر سره کوي .

د چين د اقتصاد د چټک پرمختګ او د چين او امريکی ترمنځ د سوداګريز تګ راتګ د زياتوالی له امله د چين او امريکی ترمنځ د چټکی ليږدونې ځانګړی کرښه د مشتريانو له خوا د هر کلی وړ ده .ښاغلی جين شيون وويل (اواز..............)

زمونږ د کمپنی له خوا د ليږدونی سرعت له نورو کمپنيو څخه نيمه او يا يوه ورځ چټک دی چی دا زمونږ د کمپنی ځانګړيتوب دی .د کمپنی د جوړيدو له لومړی کال وروسته زمونږ د مشتريانو شمير ډير زيات شوی دی .

د وروستيو ١٠ کلونو راهيسی د جين شيون په شان نورو ډيرو سوداګرانو په دغی چاری کی ګډون کړی دی .د شميرنی له مخی د چټکی ليږدونی بر دولتی کمپنيو سيره تر اوسه پوری په چين کی څو لکه دغه شان غير دولتی کمپنۍ موجودی دی او د کارکوونکو شمير يی څومليونو ته رسيدلی دی .په همدی وخت کی دغه شان بهرنی کمپنۍ لکه DHL,FEDEX ,UPS,TNT هم د چين بازار ته داخلی شوی دی او د

چټکی ليږدونی خپلی شبکی يی جوړی کړی دی .

له دغه حالت څخه څرګنديږی چی د چين د چټکی ليږدونی په چارو کی ډير امکانات شته .د اټکل له مخی په راتلونکو څو کلونو کی به دغه چاری په سلو کی د ٢٥ په سرعت چټکتيا ومومی .

خو د چين د مالونو د نړيوال انتقال په نامه د مجلی مشر هو چنګ شنګ په نظر اوس د بهرنيو کمپنيو په پرتله د چين د چټکی ليږدونی کمپنۍ دری توپيرونه لری (اواز...............)لومړی بايد په دغو چارو کی يوه شبکه رامنځ ته شی خو اوس کورنی کمپنۍ په دی برخه کی له بهرنيو کمپنيو څخه وروسته پاتی دی.دوهم کورنيوکمپنيو لږ تجربی تر لاسه کړی دريم په دغو چارو کی زياتی کمپنۍ له معيار سره سمون نه خوری .

د تير کال له پيل نه د DHL,FEDEX ,UPS په شمول کمپنۍ په جلا جلا توګه په چين کی د دوی د پانګو اچولو او د خپلو شبکو د ابادی په اړه پلان پلی کړی ترڅو په سيالی کی به برياليتوب لاسه ته راوړی .

که څه هم د چين د چټکی ليږدونی کمپنۍ له ډيرو چلنجونو او فشارونو سره مخامخ دی خو د چين د مالونو د نړيوال ترانسپتورټ د ټولنی د چټکی ليږدونی کميټی سرمنشی ليو جيان شين وويل چی د چين د چټکی ليږدونی کمپنۍ خپل غوروالی لری (اواز.................)کورنی کمپنۍ د چين له بازار ،د چينايانو د عادتونو او افکارو او د خلکو ترمنځ د اړيکو سره بلدتيا لری او د کورنيو مشتريانو له خوا منل کيږی .

د معلوماتو له مخی که څه هم د چټکی ليږدونې نړيوالی کمپنۍ ښی تجربې او زياتې پيسی لری خو په وروستيو کلونو کی د چين کورنی کمپنۍ د خپل ځانګړيتوب غوروالی له امله چټکی شوی دی مثلأ د هېواد په دننه کی ،د سيمو ترمنځ او

په يو ښار کی د چټکی ليږدونی په برخو کی کورنی کمپنۍ خپل پياوړی توان لری .

ښاغلی ليو په همدی وخت کی په دی نظر دی چی د کورنيو او بهرنيو کمپنيو ترمنځ سيالی به د چين د چټکی ليږدونی چارو د خدمتی سويی د لوړوالی لپاره ګټور وی چی له دی امله به يی دواړه خواوی برياليتوبونه تر لاسه کړي .