<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-02-20 19:05:01    
د وحشی مچيو لخوا د انسان وژلو پيښه او د لوی طبيعت غچ ته کتنه .

cri

ګرانو اوريدونکو ، د انسان او طبيعت ترمنځ اړيکی د بشريت د ژوند او پرمختګ له بنيادی اړيکو څخه دی .په تيرو څه د پاسه شلوکلونوکی د چين اقتصاد په چټکۍ سره پرمختيا موندلی ،خو په دی بهيرکی د انرژي له اندازی زيات لګښت او د چاپيريال ورانکارۍ په شمول ستونزی هم رامنځ ته شوی دي . د چين حکومت په دی اړه د علمی پرمختګ يوه نظريه وړاندی کړی او له دی نظريی سره سم يوه مهمه خبره دا ده چی د طبيعی سرچينو د معقولی او پرځايه استفادې د پياوړتيا له لاری طبيعی چاپيريال وساتل او د انسان او طبيعت ترمنځ هماهنګ پرمختګ ګړندی شی . اوس د چين حکومت ددغه هدف د ترسره کولو په هڅه کی دی . خو يوازی د حکومت لخوا هڅول کافی نه دی او بايد د ټولو هيوادوالو د ګډوهلوځلو له لاری دغه هدف سر ترسره شی . د پروګرام په دی لړۍ کی به يوه داسی رښتيا کيسه تاسو ته وړاندی کړو چه عنوان يی دی _ د وحشی مچيو لخوا د انسان وژلو پيښه او د لوی طبيعت غچ ته کتنه .

د ٢٠٠٥ کال د سپټمبر په مياشت کی د چين د جنوب لويديځ د ګوای جو ولايت د وانګ مو ولسوالی په يو ابتدايی ښوونځی کی يوه داسی ناوړ پيښه وشوه چی ٢٧ تنه ماشومان زده کوونکی او څه د پاسه لس تنه لويان د وحشی مچيو له بريد سره مخامخ شول او له بده مرغه ددوی په جمله کی دری تنه زده کوونکی مړه او له لسو نه نور زيات د سختی بی سدۍ په حال کی وو . محلی خبريال د دغی پيښی له پلټنی وروسته ډيرحيران شو ، ګواکی د دغی غمجنی

پيښی علت له انسانانو څخه د لوی طبيعت له انتقام سره تړاو لری .

د همدی کال د سپټمبر د شلمی نيټې په دولسو بجو د لونګ هان ښوونځی په بهرنی ميدان کی د اوو يا اتو کلونوپه عمر ٢٧ تنه ماشومان زده کوونکی د لوبې کولو په حال کی وو. په ناڅاپه توګه يوې غټې وحشی مچۍ پر څو نجونو باندی بريد وکړ ، نجونی سمدلاسه د وارخطايی په حال کی پاتی شوې او په لوړو أوازونو سره يی نارې وهلی .کله چه ددوی چغی د هلکانو غوږونوته ورسيدې ،نو د مرستې او ژغورنی لپاره هلکانو سمدستی په جارو ګانو د هغې غټی مچۍ په شړلو پيل وکړ . خو دومره خيال يی نه و چی مخ په زياتيدونکو مچيو پر نجونو او هلکانو باندی بريدونه وکړل چه شمير يی له يوه نه لسو ، شلو او سل ګونو ته زيات شو او د ډله ايزو هوايی وحشی ځناورو په شان يی کوچنيان را کلابند او پری بريدونه وکړل .

د کوچنيانوچغی د ښوونکو او دهغوی مور او پلارو غوږونو ته ورسيدې . يو کليوال چه وانګ بينګ ګاو نوميږی ، لومړی ښوونځی ته ځان ورساوه او دوه زده کوونکی يی وژغورل .خو هغه هم د مچيود يوې کورنۍ له بريد سره مخامخ شو . ورپسی نور اووه ، اته کليوالان هم ښوونځی ته ورسيدل ،خو په نتيجه کی دوی هم د مچيو کورنۍ د کلابندۍ او بريدونو لاندی راغلل . تقريبأ نيم ساعت وروسته يو بل کليوال په داسی حال کی چه د مچيو روزنی يوه ځانګړی خولۍ يی په سر کړه ، دغه هلکان او نجونی چه د ويری په حال کی پاتی وو، د مچيو کورنۍ له محاصرې او بريدونو څخه وژغورل . څلويښت دقيقی وروسته مچي ورو ورو د پيښی له ځای نه ووتلې .

بده مرغه خبره خو دا وه چه دری تنه کوچنيان د ژوبلی سختوالی له امله دهماغی ورځی په ماښام مړه شول . ډاکترانو د دغوکوچنيانود مسمومو شويو بدنونو په پنځوسو شپيتو برخو کی ټپونه وليدل . نور ٢٤ هلکان او نجونی له يوې ورځنی درملنی وروسته بالاخره د مرګ له خطر بچ شول . د دغه فجيع په وړاندی ټولو کليوالو د ډيرې خواشينی له امله په چغو وژړل .

اوس پوښتنه دا ده چه دغه مچي له کوم ځای نه راغلې ؟ له پلټنی نه وروسته کشف شوی چه د دغه کلی د ونو ترمنځ او په ځمکو کی د مچيو څه د پاسه څلويښت کورنۍ اوسيدې ، خو دغه مچي طبيعی نه وی او د اقتصادی ګټو د ترلاسه کولو لپاره د کليوالو لخوا روزل او ساتل شوی وی .

په تيرو وروستيو کلونوکی د ګوای جو ولايت په څو ښارونو کی اوسيدونکی د مچيو حشراتو په نامه د يو ډول نوی طبيعی خوراک ډير خوښ وو . نو له دی امله زياتو کليوالو د دغو حشراتو د نيولو لپاره هر کال د سپټمبر په وروستيو ورځو کی

په غرونو کی مچي ته اور اچاوه . په تيره بيا د مچيو حشراتو د بيو په جګوالی سره د ځينو کليوالو دغه ډول فعاليتونه دومره ليونی شوی چه نه يوازی په غرونو کی يی مچي سوځولې ، بلکی د هر پسرلی په ورځو کی يی په غرونو کی مچي نيولې او بيا به يی خپلو کورونو ته به وړلی او هلته به يی روزلی . کله چی د سپټمبر په وروستيو ورځو کی د مچيو حشرات پاخه شی ، نو کليوال سمدلاسه د دغو مچيو کورونو ته اور اچوی او بيا د دغو مچيو له کورونو څخه حشرات وباسی او په بازارونو کی يی خرڅوی .

د دغو مچيوغمجن برخليک نه يوازی په چين کی ليدل کيده . بلکه د خبر له مخی شل ګونه کاله دمخه د جنوبی امريکی په ځنګلونوکی هم همدغسی دردناکه پيښه هم شوې . هلته يوه داسی لومړنی قبيله شته چه د نسلونو نسلونو راهيسی يی له ببرانو سره ګډ ژوند کاوه . خو کله چه ځينی بهرنی ښکاريان دغو ځنګلونو ته

ورننوتل او په پرله پسی توګه يی پر ببرانو ډزې وکړې ، نو د دغه ځای ببرانو د انسان په خوړلو پيل وکړ . .... دغو دوو غمجنو پيښو نړيوال راويښ کړی چه بشريت بايد له طبيعت سره مينه ولری او په مځکنی کره کی له ټولو حيواناتو سره سوله ايز ژوند وکړي . که داسی ونه شی ، انسانان به هرومرو د طبيعت له غچ سره مخامخ شی .