د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف چه اوس په چين کی په خپل سفر بوخت دی، د فبروری په شلمه نېټه په بېجينګ کی دا خبره بيا تګرار کړه هغو مجرمينو ته به هرو مرو سزا ور کړی چه په چينايی انجينرانو باندی يی بريد کړی. ښاغلی مشرف دغه خبره د چين د دولت رئيس هو جين تاو سره د خبرو اترو په ترڅ کی وکړه. هغه په پاکستان کی د بريد له امله د دريو چينايی انجنيرانو د مړه کېدو پيښی سخته غندنه وکړه. نوموړی په پاکستان کی له زلزلې نه وروسته له مصيبت ځپلو سيمو او خلکو سره د مرستی په اړه له چين څخه ډېره مننه وکړه.
|