د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د چين د دولت رئيس هو جين تاو د فبروری په شلمه نېټه په بېجينګ کی د پاکستان له ولسمشر پرويز مشرف سره خبرې اترې وکړی.
ولسمشر هو جين تاو وويل چين غواړی د انرژۍ، ترانسپورت، کرنې او بنسټيزو تاسيساتو د جوړولو په شمول په نورو برخو کی له پاکستان سره همکاری پياوړی کړی. چين به په پر له پسی توګه له زلزلې نه وروسته د مصيبت ځپلو سيمو د بياجوړونې په اړه او د زلزلې د څارنې د شبکی د جوړولو په هکله له پاکستان سره مرسته وکړی.
د هند او پاکستان تر منځ د اړيکو په اړه، هو جين تاو وويل دواړه هېوادونه بايد د ديالوګ له لارې د کشمير د مسئلې په شمول اختلافات حل کړی.
ښاغلی مشرف وويل د پاکستان حکومت او خلک له چين سره ډېره مينه لری او چين د اعتماد وړ ګاوندی او ملګری بولی.