د چين د بين المللی راډيو د يوخبريال د خبر له مخی ، د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف د فبروری په ٢١ نيټه په بيجينګ کی وويل ، اسلامی هيوادونه بايد د ترهګرۍ او تندلاری د سرچينو له منځه وړلو لپاره سره لاس يو کړی .
ښاغلی مشرف په همدی ورځ دچين د ټولنيزو علومو په اکاډمۍ کی وينا وکړه او و يی ويل چه اوس ټوله نړۍ د ترهګرانو او تندلارانو له ګواښ سره مخامخ ده . نوله دی امله اسلامی هيوادونه بايد د ځينو پخوانيو اعمالو پر ځای د غربت له منځه وړلو ، د ملی پوهنی او روغتيا د کچو لوړتيا لپاره هلی ځلی وکړی او په همدی وخت کی د امريکی په شمول پرمختللی هيوادونه بايد اسلامی هيوادونو ته د اقتصادی او ټولنيزی پرمختيا لپاره لا زياتی مرستی برابری کړی .
ښاغلی مشرف په دی ټينګار وکړ چه د بيلا بيلو تمدنونو او دينونو ترمنځ متقابل احترام او درناوی ډير مهم ښکاری .