<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-02-21 16:45:56    
د چين د فوتبال نوي ښځينه ملي ټيم د لومړی ځل لپاره په نړېواله مسابقه کې ګډون کړيدی

cri

د چين ، امريکی ، فرانسی او ناروی په شمول د ٢٠٠٤ کال د څلورو هېوادونو د ښځو د فوتبال بلل شوی مسابقه لږه موده د مخه د چين په جنوبي ښار ګوانګ جو کې تر سره شوه ٠په پای کې د امريکی ټيم په دوو سياليو کې برياليتوبونه تر لاسه کړل او يوه سيالي يي مساوي پاي ته ورسيده چه امريکا لومړی او چين دوهم مقام نيولی دی ٠ د سپورتی نړۍ په نننی پروګرام کې به تاسو ته تر دې عنوان لاندی يو مضمون وړاندی کړو چه د چين د فوتبال تازه جوړ شوی ښځينه ټيم د لومړی ځل لپاره په نړېواله مسابقه کې ګډون کړيدی ٠

د جنوری دوه ويشتمه نېټه د ګوانګ جو په ښار کې د سږني ژمی له رارسيدو راهيسی د هوا تودوخه ډيره ټيټه وه ، خو د فوټبال لوبې په زرګونو تنو مينوال د ګوانګ جو د اولمپيک ميدان ته تللي او د چين او امريکی تر منځ سيالی يي وکتله٠ خو د تاسف وړ خبره دا ده چه د سيالی نتيجه د دوي له هيلې سره سم نه وه ، د امريکی ټيم د کلکې دفاع او ښه مهارت له لاری د صفر په مقابل کې په دوو چينی ټيم ته ماتی ورکړه ٠ د سيالی وروسته د چينی ټيم سر روزونکی ما ليانګ شينګ د امريکی له ټيم څخه د چين فاصله منلې ، خو په مسابقه کې د چينی نجونو له هڅونې څخه يی رضامندي کړی ده ٠ هغه وويل ___اواز_____

له دغی سيالی څخه څرګنديږي چه زمونږ ټيم د امريکی د ټيم په پرتله کمزوری دې . بايد وويل شو چه د روحيې ، تجربو ، د بدنی مقابلې او د لوبی تاکتيک له پلوه زمونږ نجونو ښه تمرين تر سره کړي او ګټورې تجربې يي لاس ته راوړي دي ٠ البته

زه په دي خوشحاله يم چه په دريو سياليو کې ځوانو لوبغاړو زما لخوا غوره شوي تاکتيک ښه تر سره کړي ، نو له دوي څخه مننه کوم .

د امريکی د ټيم عمومی روزونکې ګريګ ريان هم د چيني نجونو ډيره ستاينه وکړه ، هغه وويل ___اواز____

زما په نظر د چيني روزونکی د روزنی لارې چارې سمې دي ځکه چه د چيني نجونو د دفاع ، ضربې او شوت وهلو په شمول تاکتيکونه ټول ښه دی او د پخوا په نسبت يي پرمختګ کړی دی ٠

د امريکی د ټيم د عمومی روزونکی ګريګ ريان خبرې بيخي سمې دي ، د چين د فوتبال د ښځينه ټيم پرمختګ د ليدو وړ دی ٠ وروسته له هغه چه په ١٩٩٩ کال کې يي د نړېوال کپ په نامه په مسابقو کې دوهم مقام ونيوه ، ځيني لوبغاړې يي د عمر د زياتوالي له امله له ټيم څخه ووتلې او زيات نوي لوبغاړې يي منل شويدي ، نو سويه يي ژر ټيټه شويده ٠

خو له نيکه مرغه د چين د فوتبال له هغه ځوان ټيم څخه چه عمر يی له نولسو کلونو څخه کم دی ، د ښو روزنو او تمرينونو له لارې زيات شمير غوره لوبغاړی رامنځته شوي او په يو لړ سياليو کې يي برياليتوبونه لاس ته راوړي دي . د تير کال د دسمبر په مياشت کې دوی د روزونکي ما په مشرۍ په نوي ټيم کې شاملې شوې ٠ سر بيره پر دې نژدی دری دېرش کلنې لوبغاړی سون ون چه د فوټبال د نړيوالې پيغلې په نامه ونوموله شوه ، د فوتبال له ميدان څخه د وتلو نه درې کاله وروسته د بلنی له امله بيا په ملي ټيم کې شامله شوه چه د هغی ګډون د ټولو لوبغاړو د روحيی د لوړوالي او د تجربو د رغونډولو لامل د ی ٠

د څلورو هېوادونو د مسابقو وروسته د چين د ټيم د لوبغاړو د ترتيب او تنظيم

جوړښت ټاکل شوی ، په حريفانو باندي د بري موندلو په هکله د لوبغاړو اطمينان ټينګه شوی ، مهارتونه يي د پخوا په پرتله پياوړي شوی او د لوبغاړو تر منځ انډوال هم غوره شوی دی ٠ د ناروی ټيم د روزونکی په نظر د چين ټيم د نړۍ له غوښتلي ټيم څخه د بيا أبادولو په لور پرمختګ کوي ٠ هغه وويل ___اواز____

د چين د ټيم غوره سپورتي مهارت او تاکتيکونو ما ته ژوره خاطره را پاتی شوی ده ، په تيره بيا نهم لمبر نجلۍ هان دوان ډيره تکړه ده او شک نشته چه هغه د امريکې د ديارلسم لمبر کريستين لي لي سره يو شان د نوموړي تورنمنت لپاره تر ټولو غښتلي لوبغاړې ګڼل کيږي .