ګرانو اوريدونکو ، اسلام عليکم ! د ښځې او ټولنې په نننې پروګرام کې به تاسو ته د چين د تايوان مشهوری سندر غاړې څای چين او د دې له خوا د ويل شويو سندرو په اړه معلومات وړاندی کړو . ( سندره )
د دې سندرې نوم هېر شوی وخت دی . څای چين د چينايانو په منځ کې ډيره مشهوره ده ، ځکه چه د دې غږ ډير خوږ او ښکلی دی او د سندرو ويلو هنر يی اوج ته رسيدلی دی .
د مېرمنې څای غږ په رښتيا هم ډېر ښکلی دی ، نو ډير مينوال يي راجلب کړيدي . د چين د عاميانه سندرو په ساحه کې څای چين د دايمی شنې ونې په توګه بلل کيږی . د تېرې پيړۍ د اوومی لسيزې په پای کې څای چين د ملکې سندرو د ويلو له لارې د چين د سندرو په ساحه کې ګډون وکړ . بيا د تېرې پيړۍ تر اتمی لسيزی پوری يی ډېر شهرت وموند . اوس د مېرمنې څای چين په شان سندر غاړی چی د تايوان د سندرو ويلو له امله يی شهرت موندلی و ګواکې نه ليدل کېږی . يوازی مېرمن څای تل نوې سندرې جوړې کړی دی . په تېرو شلو کلونو کې څای چين څه دپاسه ٤٠ ګرامافونونه جوړ کړی . هغې د تايوان او هانګ کانګ بېلا بېلې جايزې تر لاسه کړيدی . دا وايی : ( اواز )
زه ډيره نيک بخته يم او خپل سبک جوړولای شم . زما طبيعت کلک دی او له ډيرو مشکلاتو څخه نه ويريږم .
په ١٩٨٠ کال کې څای چين د تايوان د مشهور موسيقی پوه ليانګ هونګ جي له خوا د ليکل شوی سندرې د ويلو له لارې چې نوم يی دی ستاسی د نرمښت په
شان دی ، ډېر شهرت موندلی دی . د شلو کاله وروسته ليانګ هونګ جي مړ شو او څای چين هم په خپل ژوند کې له زياتو کړاوونو سره مخامخ شوه . څای چين وويل اوس هغه په رښتيا د دغې سندرې په معنې ډېره ښه پوهېدلی. هغې وويل : ( اواز )
د ليانګ هونګ جي سندره په حقيقت کې يوه غمجنه سندره نه ده . هغه يوازی د تنهايی احساسات څرګندوی . په دغه سندره کې ښاغلی ليانګ خپل ځان د يو بی پشتواني ټاپو په توګه بللی دی . ( سندره )
د مېرمنې څای ژوند غلی نه دی . د ډيرو مشکلاتو له منځه وړلو نه وروسته څای چين هيله لرې چه د ماشومانو په شان په ساده توګه ژوند وکړی .
په تېرو وروستيو کلونو کې څای چين په خپلو ګرامافونونو کې د نويو هنري طريقو له لارې پخواني سيندرې ريکارد کړيدي ، نو نوي ريکارد شوې سندرې نورې خوندورې ښکاری .
بر سيره پردی ، مېرمن څای خپل ډېر وخت د سندرو او نڅاو په نندارو لګوی . د ٢٠٠٥ کال په سپتمبر کې د مېرمنې څای چين له خوا د سندرو او نڅاو ننداری چه نوم يی دی له پرښتې سره د مرستې لپاره منده ووهه په جلا جلا توګه په بېجينګ او شانګهای کې جوړې شوې او د ننداره چيانو ستاينه يی تر لاسه کړی ده .
څای چين نه يوازی د سندرو او نڅاو په ساحو کې بری تر لاسه کړي ، بلکې د فلمونو جوړولو ، د ليکنو ، د جامو د ډيزاين په ساحو کې ځانګړې جايزي تر لاسه کړې دی . هغې وويل : زما په نظر زه يوه ښه هنرمنده يم او زما ټول وخت په نندارو
کې تېرېږی . د ټولو نندارو له پای ته رسيدلو وروسته زه يوازی له راتلونکې سره
مخامخ يم . ( سندره )
ګرانو اوريدونکو ، د ښځې او ټولنې نننی پروګرام په همدی ځای پای ته ورسيد ، ساتو د کاميابې او خوشحالې په هيله .