<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-02-21 18:20:19    
د اولمپيک د نهمې دورې سپورتی لوبې

cri
د اولمپيک د نهمې دورې سپورتی لوبې د ١٩٢٨ کال د می له اوه لسمې نېټې څخه د اګيست تر دوولسمې نېټې پوری د هالند په Amsterdam امستردام کې تر سره شوې. له شپږ څلويښتو هېوادونو څخه دوه زره اته سوه او دری اتيا تنو سپورتی لوبغاړو په څوارلسو لويو پروګرامونو او يو سلو نهو کوچنيو پروګرامونو کې ګډون وکړ. د اولمپيک د دې دورې په سپورتی لوبو کې د راګبی فوتبال، د اس سپرلی، تينس او د نښې د ويشتلو په شمول د څو پروګرامونو سيالی لغوه شوی وی.
د دې لوبو مقدماتی کارونه له ډيرو ستونزو سره مخامخ وو
د دې سپورتی لوبو تشکيلاتی کمېټه د خپلو کارونو په ترڅ کې له ډيرو ستونزو سره مخامخ شو. د هالند مخالف ګوند دا نظر درلود چې دا يو ډير بی مسؤلانه عمل و چې حکومت د يو مليون هالندی ګيولدر په لګولو سره د اولمپيک سپورتی لوبې تر سره کړی دغه راز په مسابقه کې د ښځو برخه اخيستل او د يکشنبه په ورځ لوبه کول له دود او اخلافو سره سمون نه خوری. نو د اولمپيک بين المللی کمېټه ډيره انديښمنه وه او حتی و يی غوښتل چې د تر سره کولو حق لوسانجلس ته انتقال کړی. خو د هالند خلک د اولمپيک د سپورتی لوبو له پر ځای کولو څخه ملاتړ وکړ.
هوښيار هالنديان
په ١٩٦٨ کال کې د ټيلويزيون له لارې د سپورتی مسابقو د اصلی بهير او پېښو خپرېدو توان نه درلود. د زياتو نندارچيانو د راجلبولو لپاره د دې سپورتی لوبو تشکيلاتی کمېټې پرېکړه وکړه چې د مسابقې په وخت راډيو د لويو خبرونو خپاره نه کړی.
د اولمپيک د سپورتی لوبو لپاره لومړی سوداګريز مرسته
د اولمپيک د دې دورې له سپورتی لوبو څخه د ملاتړ لپاره د لومړي ځل لپاره د امريکې د کوکاکولا شرکت تجارتی مرستې برابرې کړې. دغه شرکت په ١٩٢٨ کال کې د اولمپيک د سپورتی لوبو په موده کې د امريکې هيئيت ته څه دپاسه د زرو صندوقونو ګازی مشروبات ورکړل. دغه عمل په هغه وخت کې زياته پاملرنه ځانته راجلب کړه او له دې نه وروسته د کوکاکولا شرکت د سپورتی تجارت په ساحه کې يو غوره شرکت وګرځېد.
له ديوال څخه په اوښتلو يی د پرانيستلو په مراسمو کې برخه اخيسته
هغه ورځ چې د اولمپيک د دې دورې د سپورتی لوبو د پرانيستلو مراسم تر سره کېدل، د امستردام اوسېدونکو د سپورتی ډګر کلابند کړه. د فينلند سپورتی ډله له همدې امله سپورتی ډګر ته نشوی ننوتلی. د پرانيستلو په مراسمو کې د ګډون لپاره د فينلند سپورتی لوبغاړي ټول له ديوال څخه واوښتل او په وخت يی په دغو مراسمو کې برخه واخيسته.
د منډو وهلو اته سوه مترۍ ښځينه مسابقه
١٩٢٨ کال د اګيست په دوهمه نېټه چې د دغو سپورتی لوبو د منډو وهلو اته سوه مترۍ ښځينه مسابقه جوړه شوه، سخت باران اورېده، خو مسابقه لا هم تر سره شوه. کله چې په دغه مسابقه کې لومړنی شپږ تنه سپورتی لوبغاړی وروستی ځای ته ورسيدل او ټولې پر ځمکو ولويدل. په دې توګه يو شمېر کسانو په دې بهانه وويل چې د اته سوه مترۍ د منډی وهلو ښځينه مسابقه د ښځو له توان څخه لوړه ده. نو د اتلاتيک نړيوالې ټولنې دغه مسابقه لغوه کړه. دغه عمل د منډو وهلو د منځنی او اوږد واټن د ښځينه مسابقې په پرمختګ منفی اغېزه وکړه.