د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخې، د چين لومړی وزير ون جيا باو د فبروری په يوويشتمه نېټه په بېجينګ کې د پاکستان له ولسمشر پرويز مشرف سره وکتل او دواړو خواوو څرګنده کړه چې دوی به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزی همکارۍ د پرمختګ لپاره کوښښ وکړی. لومړی وزير ون جيا باو دا خبره تکرار کړه چې د چين حکومت د خپل هېواد تصدۍ هڅوی چې په پاکستان کې پانګې واچوی او د پاکستان په اقتصادی ابادۍ کې برخه واخلی. دغه راز لومړی وزير هيله څرګنده کړه چې پاکستان د چينايی خلکو د امنيت او شتمنيو د ساتلو لپاره اغېزمن تدبيرونه ونيسی. مشرف وويل چې پاکستان به له چين سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د يوې ازادې سوداګريزې سيمې په هکله د خبرو اترو د پرمخبيولو لپاره په ګډه کوښښ وکړی او د روغتيا او روزنې په شمول څو ساحو کې به له چين سره خپل منځی تبادله او همکاری پياوړی کړی. په همدې ورځ د چين د سياسی مشورتی کنفرانس د ملی کمېټې رئيس جيا چينګ لين هم له ولسمشر مشرف سره وکتل او دواړه خواوې په دغه کتنه کې د دواړو هېوادونو د وګړو ترمنځ د دوستانه تګ راتګ او همکارۍ په هکله د نظريو يووالي ورسېدلی.
|