د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی ، د چين د مرکزی پوځی کميسيون مرستيال او د ملی دفاع وزير څاو ګانګ څوان د فبروری په ٢٢ نيټه په بيجينګ کی د پاکستان له ولسمشر پرويز مشرف سره د کتنی په وخت کی وويل ، چين غواړی د خپلی سيمی او نړۍ د سولی او ثبات ساتلو او ګډی پرمختيا لپاره ډيری هلی ځلی وکړي .
هغه زياته کړه چی د زياتو کلونو په ترڅ کی په بيلابيلو ساحو کی د چين او پاکستان ترمنځ دوستی او همکارۍ په پر له پسی توګه پياوړی شوی او چين هيله من دی چی دغه ډول همکاری ته پياوړتيا او ژورتيا ورکړی .
ولسمشر مشرف وويل ، د پاکستان حکومت به د دواړو هيوادونو ترمنځ د لا نژدی ستراتيژيکی همکاری په اړيکو کی د نوی حياتی قوی اچونی لپاره هڅه وکړی .