<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-02-22 18:19:54    
د هاي نان ولايت مشر پخوانی مرستيال

cri

ګرانو اوريدونکو د ژوند په چين کې په ننني پروګرام کې به تاسو ته د چين د های نان ولايت مشر د يو پخواني مرستيال په باب يو څه معلومات وړاندې کړو ٠

د چين په جنوب د هاي نان په ولايت کې يو سپين ږيری دی چې چنګ سو خو نوميږي او درې کاله مخکې د دغه ولايت د مشرتوب له دندې څخه تقاعد شو او بيرته خپل پلرني کور ته ولاړ ، وروسته تر هغه چې چنګ سوخو خپل پلرني کور ته بيرته ستون شو دده په کلي کې ډېر ستر بدلونونه منځته راغلي دي ،د پروګرام کې په نننی کړۍ کې به دغه سپين ږيری تاسو ته دروپيژنو ٠

سونګ مۍ نومي کلی د چين په جنوب کې د های نان ولايت د لين ګاو په ولسوالۍ کی يو غرنی کلی دی ، خلک تل په دې کلي کې سپين ږيری چنګ سو خو ويني چې په کلي کې ګرځي ،د څيرې له نظره هغه د کلي د نورو بزګرو سره څه توپير نه لري او د ده دکور په شاوخوا کې د کلم او لوبيا په شمول څه دپاسه لس ډوله سبزي هم کرل کيږي ٠

سپين ږيری چنګ سو خو پخواد اوو کلونو لپاره د های نان ولايت د مشر د مرستيال دنده ترسره کوله چې عمده مسؤليت يې د دې ولايت د کرنې پرمختيا وه ، ورپسې هغه د ولايتي ولسي کانګرس د دايمي کميټې د مرستيال په توګه کارکاوه ٠ په ٢٠٠٣ کال کې نوموړي د خپلې دندې څخه تقاعدشو او بيرته خپل ټاټوبی ته ستون شو ٠ دا چې ولې بيرته کلي ته ولاړ او په ښار کې پاتې نشو ، هغه په دې اړه وويل په ښار او يا کلي کې اوسيدل د خلکو په اوږده ژوند کې يومهم بدلون څرګندوي ٠

په تيرو زياتو کلونو کې د کارونو له امله ما تل د بزګرو سره تماسونه نيول او د کرنې او بزګرو په هکله مې ژور احساسات رامنځته شوي دي ، زما په نظر په کلي کې په اسانه توګه د بزګرو سره نژدې اړيکې ټينګېدلی شي ،

اوس په چين کې د چنګ سو خو په شان د ولايت او وزارت په کچه تقريبأ يو زر پنځه سوه تنه تقاعد شوي لوړ پوړي کادرونه شته چې اکثريت يې په لويو ښارونو کې ژوندکوي ، دوي د ښه روغتيايي خدمت او نورو اسانتياوو څخه برخمن دي ښاغلي چنګ سو خو چې بيرته خپل کلي ته تللی په دوي کې بيخي لږ ليدل کيږي ،

تر تقاعد وروسته د ښاغلي چنګ سو خو لومړنی فکر دا و چې په کلي کې په سالمه او ارامه فضا کې شپه ورځ تيره کړي ، کله چې هغه بيرته خپل کور سونګ مۍ کلي ته ستون شو ويې ليدل چې دا کلی بيا هم يو غريب کلی دی او اقتصاد يې وروسته پاتی دی ٠ بزګران د شولو د کرلو له ﻻرې ژوندکوي او د کال منځني عايدات يې يوازې د زرو يوانو په شاوخوا کې دي ، د دې کلي خلکو وايي دا يو داسي بيوزلی کلی دی چې د نورو ځايونو نجوني د دې کلي د هلکانو سره د واده هيڅ نيت نه لري ٠ نو په دې حال کې ښاغلي چنګ سو خو اراده وکړه چې د خپل کلي غريبه بڼه بدل کړي ٠ هغه زمونږ خبريال ته وويل د های نان په ولايت کې تر اوسه پورې ځينې علاقه داري او کلي له غربت او بيوزليتوب څخه هم نه دي وتلي ، دا د ولايت د مشر د مرستيال او د بيوزلو کليو او بزګرو سره د مرستې د دفتر د يو مسؤل په توګه زما په کارونو کې ناکامي وه ، زه بايد د خپلو نيمګړتياوو د ليرې کولو لپاره کوشش وکړم او د خپل کلي د اقتصاد د وروسته پاتيوالی او د بزګرو د غربت د له منځه وړلو لپاره زيار وباسم ،

د سونګ مۍ کلي د واقعيتونو له څيړنې وروسته ښاغلي چنګ سو خو د کلي د

غربت او بيوزلۍ ريښه وموندله چې ددې کلي بزګرو د پخوا راهيسي يوازي د شولو او ځمګني سيبونوکرل خو تري ﻻسته راغلي عائدات يې کم وو ، برعکس د سونګ مۍ کلي شاوخوا کلي د کيلو د کرلو له ﻻرې شتمن شوي دي ، دد ې مخکې د سونګ مۍ په کلي کې د څو هکتارو په مځکو کې کيلې کرلې کيدې ، خو د راز راز عواملو له امله څه ګټه تري نه وه اخيستل شوې ، د ګاوباوپه نامه علاقه داري مرستيال ښاغلي وانګ ژو وويل د کيلو د کرلو په بهير کې زياتې ستونزې موجودې وې چې له دې جملې څخه يوه مهمه مسئله دا وه چې د دې کلي اوسيدونکو غلودانو ته ستراهميت ورکاوه او اقتصادي ارزښت لرونکو محصولاتو ته يې په سپکه سترګه کتله ، نوځکه د بزګرو دغه نظر بايد بدل شي ٠ د کليوالو د زاړه نظرد بدلولو لپاره ښاغلي چنګ سو خو ډېر کوششونه کړي دي ، لومړی هغه د کليوالو يوه غونډه جوړه کړه او پکې يې کليوالان دې ته وهڅول چې د کيلوکرلوځايونو ته لاړشي او ورځنې ښې تجربې ترلاسه کړي ، کليوال ښاغلي لين ماوچينګ وويل مونږ د پخواني ولايتي مشرچنګ سو خو تر پاملرنې لاندې د کيلو کرنې ځايونو ته ورغلواو ورپسې مو په خپل کلي کې د کيلو د کرنې په باب سلامشورې وکړې ،د ښاغلي چنګ سو خو په تشويق په کلي کې د اوو کورنيو بزګرو د کيلو د کرنې يوکوپراتيف جوړکړ، ښاغلي چنګ سو خو ددې کوپراتيف د غړو لخوا د مشاور په توګه وګمارل شو، د کيلو د کرلو لپاره پيسې په کاروې ،د پيسو د راغونډولو لپاره ښاغلي چنګ سو خود بزګرو لپاره دکرديت له څانګې څخه پيسې ترلاسه کړې٠ د ښاغلي چنګ سو خو تر ملاتړ لاندې د سونګ مۍ په کلي کې کيلې وکرل شوې ، له يوکال وروسته د دغو اوو کورنيو بزګرو چې کيلې يې کرلې وې نژدې څلور لکه يوانه پيسې ترلاسه کړې، دوي نه يوازې د کرديت څانګې پورونه اداکړل بلکې په بانک کې يې څه دپاسه درې لکه يوانه پيسې ذخيره کړې٠ په ٢٠٠٥ کال کې د سونګ مۍ کلي ټولو بزګرو کيلې وکرلې او عايدات يې تر زياتې اندازې پورې زيات شوی دی ، د شتمني د رامنځته کيدوسره سره د کلي بزګرو د ښاغلي چنګ سو خوتر مشرۍ لاندې په کلي کې د توليد او ژوند تاسيسات بشپړکړي ، کلينيک او فرهنګي مرکزيې جوړکړي دي، له دې امله د بزګرو د ژوندانه په شرائطو او شکلونو کې ستر بدلونونه رامنځته شوي دي ، کليوالو ويلي چې ټاټوبې ته د ښاغلي چنګ سو خو د بيرته راتګ له امله د سونګ مۍ کلي بزګران هم د ښاريانو په شان په هوساينې سره ژوندکوي ٠