<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-02-22 16:54:57    
تاسی په دې پوهنيږي که نه ؟

cri

د پروګرام په دې لړ کې به د خلکو په ژوند کې څو مخامخ شويو پوښتنو ته ځوابونه ورکړو . کيداي شي چه په خپلو ليکونو کې خپلې پوښتنې وړاندي کړئ .

ولی نارينه له ښځو نه جګ دی ؟ په حقيقت کې د انسان پورتنې برخه نژدی يو شان اوږده ده ، د ونې جګوالی له لاندنې برخې يعنی ورنونو سره اړه لری او د ورون وده د هډوګو له ودې سره نژدې اړيکې لری البته د يو تن د ونې لوړوالی يا ټيټوالی لاملونه ډير دي مثلا ذاتی ميراث ، تغذييې او ورزش او داسي نور . خو د نارينه او ښځې د ونې د توپير پريکړه کوونکی لامل ددوي د ودې د مودې بيلوالی دی په بله ژبه د نجلۍ د ودې وخت د هلک په نسبت وختی دی ، نو په يوه موده کې نجلۍ عمومأ له هلک څخه لوړه وي ، خو کله چه د نجلۍ وده ودريږي ، د هلک هډوکي لا هم د ودې په حال کي وي او د ودې موده يي له نجلۍ نه اوه کاله اوږده وی ، نو نارينه عمومأ د ښځو په پرتله جګ وي .

په نړۍ کې کوم ځناور ډيرکم ژوند کوي ؟ ددې پوښتنې ځواب دا دی چه دغه ځناور يو ډول چينجی دی او په انګليسي ژبه مايفلي نوميږي او د غوماشې په شان په اوبو کې ژوند کوي . له زيږيدنې څخه تر ودې ، تکثير او مرګ پورې يي د ژوند بهير ډير لنډ دی . د زيږيدو دوه ورځې وروسته د دغه چينجي ژوند په دقيقه شميرل کيږي چه ښځينه چينجې د هګيو اچولو نه پنځه دقيقې وروسته مړه کيږي او نر جينجی نور دوه درې ورځې ژوند کولی شي . که څه هم د دغه چينجي ژوند لنډ دی ، خو ددوي موجوديت د اوبو ککړتيا له اندازې سره اړه لری ځکه چه په اوبو کې کثافات او واښه ددوي خواړه دي .

ولی د وينې رنګ سور دی ؟ دا په ظاهره کې يوه ساده پوښتنه ده ، خو ځواب يي مشکل دی . د وينې رنګ په وينو کې د اکسيجن د نقلولو وسيله يعني د هموګلوبين

لخوا ټاکل کيږي ، له دې امله چه د انسان په هموګلوبين کې د اوسپنې يون شته ، نو وينه يي سور رنګ لری . البته د ځينو ځناورو وينې پر سره رنګ برسره نور رنګونه هم لری . د ټيتې درجې ځناورانو د وينو رنګونه بيلا بيل دي چه ځينې يي أبی ، شين او يا ګلابې رنګونه لري حتی بي رنګه هم وي . مثلا د کلک پوستکې لرونکي ځناوران له دې امله چه په وينو کې يي د ميسو ماده شته ، أبی رنګه وينه لري ، د حلزون په شان ځينی نرم تن ځناوران او چينجې بې رنګه وينه لری ځکه چه ددوي په وينو کې هموګلوبين نشته .

په تشه فضا کې تودوخه شته ؟ د تودوخې درجه د سوړوالي او تودوالي د سنجولو واحد دی . يو شی ځکه د تودوخې درجه لری چه له دې شي څخه د جوړو شويو ماليکيولونو او اټومونو د حرکت له امله حرارت رامنځته کيږي . تودوخه د ماليکيولونو حرکت د منځني سرعت له جذر سره يو مستقيم نسبت دی . مطلقه تشه فضا دا مانا لری چه پکي هيڅ ماده نشته او د ماليکيول هيڅ حرکت هم پکي موجود نه دی ، نو ويل کيږي چه تودوخه پکي نشته . خو په حقيقت کې تشه فضا يوازي يو نسبتی وضع ده ، دا ډير مشکل کار دی چه مطلقه تشه رامنځته شي .

ولی دوه ګونی اورګاډي په کيڼه خوا حرکت کوي ؟ ټولو ته معلومه ده چه ځمکه د يو توپ په شان ده او له لويديځ نه ختيځ ته ګرزي او د استوا کرښې ته نژدې د خوځښت کرښې سرعت په ثانيه کې څلور سوه شپيته متره دی او د جنوبي او شمالي قطب په مرکز کې يي سرعت نژدي صفر دی . چين په شمالي کره کې پروت دی ، کله چه دوه اورګاډي يو د بل په څنګ کې تګ راتګ کوي ، اورګاډي يو د بل په کيڼ ريل حرکت کوي او په لويديځ ريل کې د اورګاډي لخوا تحمل شوې قوت لويديځ ته او په ختيځ ريل کې د اورګاډي لخوا منل شوي قوت ختيځ ته تمايل کوي يعني بهر ته تمايل کوي ، نو دواړه اورګاډي سره ټکر نه کوي ، که داسي نه وي يعني اورګاډي په ښي خوا حرکت وکړي ، نو د دواړو اوګاډيو لخوا تحمل شوي قوتونه به د دواړو اورګاډيو منځ ته تمايل وکړي او په نتيجه کې به ټګر رامنځته شي .