<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-02-22 19:36:45    
په بيلا بيلو هيوادونو کې د زده کوونکو دوبنی او ژمنی رخصتي

cri

اوس په چين کې د زده کوونکو ژمني رخصتي له دوبني رخصتۍ څخه لنډه ده او يوازي يوه مياشت ده ، خو په دې موده کې د چينايانو تر ټولو لوي اختر پسرلنی اختر لمانځل کيږي ، د تاسف وړ خبره دا ده چه په چين کې د زده کوونکو د تحصيلي سويې د لوړوالي لپاره ډول ډول کورسونه پرانيستل کيږي او پلرونه او ميندې غواړي چه خپل اولادونه ځانګړو کورسونو ته وروليږي . خو په روسيه کې داسي کورسونه نشته او ژمنی رخصتي هم لنډه او يوازي شل ورځې دي او زياتره زده کوونکي يا نورو ځايونو ته او هم سفر يا لوبې کوي په تيره بيا د کنګل ډول ډول لوبې کوي . د چيني ماشومانو په پرتله روسي ماشومان ډير جرات لري . په جاپان کې د ژمي په فصل کې زده کوونکي د ښوونځيو د بيلا بيلو کلبونو لخوا په ترتيب شويو سپورتي ، ادبي ، علمي او هنري فعاليتونو کې ګډون کوي . د کوريا په جمهوريت کې زده کوونکي د داوطلبانه فعاليتونو د تر سره کولو لپاره بهرنيو هيوادونو ته ځي ، مثلا دوي په بهرنيو هيوادونو کې د کوريايي ژبې کورسونه جوړوي ، له بهرنيو بزګرو سره يو ځاي کرنه کوي . د تير کال د پسرلني اختر په موده کې نولسو کوريايي زده کوونکو د چين د ګوانګ دونګ ولايت له جذاميانو سره لس ورځني خدمتونه ترسره کړيدي. ددوي په نظر په بهرنيو هيوادونو کې د داوطلبانه فعاليتونو د ترسره کولو له لارې يې نه يوازي سابقې غني کيږي ، بلکې د بهرنيو هيوادونو له کلتور او رسم رواج څخه هم خوند او ګټې اخلي . په برتانيا کې زده کوونکي عمومأ مزدوري کوي چه د پيسو په تر لاسه کولو بېره ټولنيزې تجربې هم لاس ته راوړي او له فراغت وروسته په اسانه توګه کار پيدا کولي شي.

په چين کې د رخصتۍ موده د نړۍ له زياترو هيوادونو سره برابره ده ، خو د اقليم او کلتور د بيلوالي له امله په يو شمير هيوادونو کې د رخصتۍ ځانګړتيا ليدل کيږي

مثلا په ځينو هيوادونو کې پسرلني رخصتي يوازي يوه اونۍ وي ، خو په ځينو

هيوادونو کې په کال کې د رخصتۍ څلور يا شپږ مودې ټاکل کيږي . د بيلګې په توګه په برتانيا کې د رخصتۍ شپږ مودې ټاکل شوې دی ځکه چه تير کال په تدريسي نظام کې له بدلون سره سم يو تدريسي کال په شپږو دورو ويشل کيږي ، نو د رخصتۍ شپږ مودې ټاکل شوې دی . په فرانسه کې د رخصتۍ پنځه مودې ټاکل کيږي . په المان کې په ټول کال کې دوولس اونۍ د رخصتۍ ورځې وي دوبنې رخصتي شپږ اونۍ وي چه په دې موده کې زده کوونکي د ښوونکو په مشرۍ بهرنيو ځايونو ته سفر کوي .

په امريکا کې دوبنې رخصتي درې مياشتې ده چه له نولسمې پيړۍ راهيسې ټاکل شوې دې چه په هغه وخت کې امريکايان په کرهڼې او کوچيانۍ لګيا وو او ماشومانو به په دي موده کې د لو کولو او د کورنيو مرغانو او ځناورانو د روزلو په برخه کې له پلرونو او ميندو سره مرسته کوله . د رخصتۍ د يوی اوږدې مودې د ټاکلو بل علت دا دی چه د دوبي په تودو ورځو کې درس ويل يا ورکول ډير زيار غواړی ، نو امريکايې زده کوونکی په دې موده کې له خپلو پلرونو او ميندو سره يو ځاي اوږد سفر کوي ، خو ځيني زده کوونکي لا هم مزدوري کوي .

په سويس کې د زده کوونکو لپاره کومه واحده رخصتي نشته ځکه چه د حکومت په اند واحده رخصتي د ترافيکي ګڼی ګوڼی سبب وی او په دې موده کې پلرونه او ميندي هم بايد د خپلو اولادونو د ساتلو يا ورسره يو ځاي لوبې کولو لپاره رخصتي واخلي ، نو په سويس کې واحده رخصتي نده ټاکل شوي او رخصتي په بيلا بيلو ايالتونو کې ټاکل کيږي ، خو په عمومي توګه په سويس کې د رخصتۍ پنځه مودې ټاکل شويدي .