د سين هوا اژانس د خبر له مخی، د چين د سی چوان ولايت د پاکستان د پنجاب له ايالت سره د فبروری په دوه ويتشمه نېټه د ښو اړيکو لرلو او تفاهم يو يادښت پاڼه لاسليک کړه او د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف چه د چين د سی چوان د ولايت په مرکز چن دو کی په خپل سفر بوخت دی، د دغه يادښت پاڼی د لاسليک په مراسمو کی ګډون وکړ.
ښاغلی مشرف په دغو مراسمو کی وويل دواړه ايالتونه په سيندونو او پوهنتونونو مشهور دی. هغه هېله څرګنده کړه چه له دې لارې به د سی چوان ولايت او پاکستان تر منځ د اقتصاد او سوداګرۍ همکاري پياوړې شي.