<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-02-23 17:38:17    
د چين پخواني ښار دالي

cri

ګرانو اوريدونکو چين ته د سفر په ننني پروګرام کې به تاسو ته د چين د دالي په نامه يو پخواني ښار دروپيژنو٠

د چين په جنوب لويديځ د يون نان په ولايت کې څه دپاسه شپږ سوه کاله يو تاريخ لرونکي ښار شته چې دالي نوميږي ، اوس د دالي په ښار کې د پخواني ښار جوړښت او پخواني وداني په زياتو ځايونو کې ليدل کيږي او په دې ښار کې د زياتو خلکو ژوند هم د پخوانيو دودونو سره سم روان دی ، البته د کلونو کلونو د تيريدو سره سره دغه ښاريوه نوي بڼه هم ځانته خپله کړې ده ، اوس به مونږ يو ځای د دالي ښار سيل وکړو ٠ ======== اواز ١ =========

دالي ښار چې د چين د يون نان ولايت په لويديځ کې پروت دی د شپږو مربع کيلومترو مساحت لري ، کله چې د چانګ شان له غره څخه چې د دالي ښار په څنګ کې ولاړ دی دالي ښارګورو نو زمونږ ترسترګو دا منظره کيږي چې د دالي په ښار کې د ﻻرو جوړښت د چيني شطرنج د تختې په شان دی ٠يوې اصلي ﻻرې دغه ښار په دوو برخو ويشلی دی ٠

د لوړې او کلکې ښاري دروازې څخه د تيريدو نه وروسته داسي يوه منظره د خلکوترمخ رامنځته کيږي چې د ﻻرو په څنګ کې ويالې دي او پکې رڼې اوبه بهيږي زياتې ﻻرې د ډبرو په واسطه جوړې شوې او وداني يې پخواني شکل لري ٠

د دالي په ښار کې په عمده توګه د باي قوم خلک اوسيږي ، د باي قوم د خلکو استوګنځي خپل ځانګړی وادنيز ډوله لري ، يعني په هر کور کې درې خونې او په انګړ کې يو ديوال شته ، توريستي ﻻرښوونکي أغلی لي يي مونږ ته وويل-- -------اواز ٢-------

د دالي ښار په هرکور کې يوه اصلي او دوې فرعي کوټې شته او د اصلي کوټې په وړاندې يو ديوال دی هرکله چې ماښام کيږي نو د لمر وړانګې پر دغه ديوال باندې مازديګر لويږي او بيا د دغه ديوال څخه منعکسه رڼا رامنځته کيږي او د منعکسې رڼا په واسطه ټول انکړ روښانيږي ، د کورونو دغه ديزاين په عمده توګه د ټول انګړ د روښانولو دپاره رامنځته شوی دی ٠

په دغه ښار کې د خلکو د استوګنځيو د ځانګړي ديزاين څخه پرته د خلکو ژوند هم خوندور او په زړه پورې دی ، داسي چې په هره کورنۍ کې ګلان کرلي کيږي او په زياتو کورنيو کې باغچې هم شته ، د هرکور څخه ګلان دباندې اوږدشوي او د نورو کورنو د ګلانو سره يوځای تړل شوي او د ګلانو څخه ډکې کوڅې جوړې شوي دي ٠ کله چې خلک د ښار په ﻻره کې ګرځي نو د ګلانو ښه بوي د خلکو پوزو ته رسيږي ، خلک د دغو خوشبويو له امله مستيږي ٠

په دالي ښار کې د دريو ځلودپاره د چايو څښل د باي قوم د خلکو يو عنعنوي دود دی ٠ ميلمانه يوه کور ته ځي نو کوربه لومړې تريخ چاي ميلمانو ته وړاندې کوي ، دوهم ځل خوږ چاي ورکوي او په دريم ځل کې ميلمانو ته تند چاي وړاندې کوي ٠

په دوهم ځل چاي کې زنجبيل ، شات او چهارمغزشته ، په دريم ځل چاي کې چيني مورچک هم اچول شوي وي ، د دغو دريو ځلو چايو څښل دا معنا لري چې لومړي تريخ بيا خوږ لکه د خلکو ژوند همداسي وي ، د دغودريو ځلو چايو له څښلو څخه پرته د دالي په ښارکې نور محلي خوندور خوراکونه هم ډير زيات دي ، د بيجنګ څخه دالي ته راغلې نجلۍ جانګ چيان زمونږ خبريال ته وويل ==== اواز ٤ === په دې ځای کې خوراکونه ډير خوندور دي او خپل ځانګړي خصوصيت لري ،

د دالي ښار د خپلو ځانګړو رسم رواجونو په لرلو سره بې شميره چيني او بهرني سيلانيان ځانته راجلبوي ، د دوې د راتګ له امله نوي او عصري خصلت هم دغه ښار ته راوړل شوي دي ، د دالي په ښار کې يو لوي واټ چې اوږوالی يې تقريبأ زرو مترو ته رسيږي د ډبرينو تختو په واسطه جوړشوی دی ، ددې واټ په دواړو غاړو کې د لويديځو خوراکونو ، قهوواو دبيرڅښلو زيات دکانونه سته دي ، د نړۍ د بيلابيلو ځايونو څخه راغلي سيلانيان په دې ځای کې سيل او ساعت تيري کوي حتی ځيني خلک د اوږدې مودې لپاره په دې ځای کې اوسيږي ، نو له دې امله خلک دغه واټ ته د بهرنيانو واټ وايي ، په دې واټ کې له کانادا څخه راغلې أغلی لاورينديوزمونږ خبريال ته وويل === اواز ٥ === زما په احساس د دالي ښار او د يون نان ولايت خلک ډير ښه او ميلمه پالوونکي خلک دي د دالي منظرې ډيرې ښکلې او په زړه پوري دي ، خلک په اسانه توګه يون نان ته راتلاي شي ، ٠

ګرانو دوستانو د چين د يون نان ولايت پخواني ښار دالي تاسو ته دروپيژانده شپه مو په خير ٠