
ګرانو اوريدونکو ! اسلام عليکم !
لږه موده دمخه د چين په شمال کی د داخلی مغولستان ١٣ تنو مالدارانو د المان ، فرانسې ، هالنډ او بلژيک په شمول اروپايی هېوادونو ته سفر و کړ.
ولی هغوی اروپايی هېوادونو ته سفر وکړ ؟ د دوی د سفر هدف څه و او نتيجه يی څه وه ؟ د دغو پښتنو د ځوابونو ترلاسه کولو لپاره زمونږ خبريال له دغو مالدارانو سره مرکه کړې ده .
د مغولی قوم ٣٧ کلن مالدار يلاتو د چين د داخلی مغولستان په لوېديځ د يردوس په لوړه ځمکه کی ژوند کوی او په کور کی تقريباء ٥٠٠ کورنی حيوانات روزی . بهر ته له خپل سفر وروسته يی يو نوی پلان په نظر کی نيولی چه لازياتې غواوی او کم پسونه وروزی . هغه وويل :
(اواز١ )
دغه اروپايی هېوادونه د غواوو روزلو ته په درنه سترګه ګوری او خلک يی د شيدو زيات توليدات خوری . برسيره پردی هلته د غوښو چمتو کولو چارې هم پرمختللی دی . مثلاء د هر غويی د وژلو په برخه کی د دغه غويی اصلی وطن ، وژونکی کس او د وژلو وخت په څرګنده توګه ليکل کيږی . دغه راز د غوښو امنيت او کيفيت هم په ښه توګه ساتل کيږی . د غوښو صادرات يی ښه دی .
د مغولی قوم خلک نسل په نسل په پراخو څړ ځايونو کی مالداری کوی خو اوس هغوی له يو لړ ستونزو سره مخامخ دی . په دغو څړ ځايونو کی واښه کال په کال کميږی او غوايه يا پسونه دلته او هلته د ګرځيدو له امله زياته انرژی مصرفوی نو وزن يی نه
زياتيږی .
نو په دی حال کی د يردوس ښاری حکومت وړانديز وکړ چه د غويو او پسونو د روزنې لپاره کوټې جوړې کړی او واښه ښه وروزی .
په لومړی وخت کی مالدارانو په دی نه پوهېدل . د دوی په نظر د کوټو په جوړلو او واښو په روزلو به ښايی لازياتې پيسې مصرف شی . خو په پای کی دوی برعکس حقيقت پوه شول . په دی باب د ښاغلی يلاتو ګاونډی سويابلاتو وويل :
(اواز ٢ )
په کوټو کی تودوخه زياته ده . پخوا به يوې مېږې په يوکال کی يوازی يو بچی زيږاوه خو اوس په يو کال کی دوه يا دری وری زيږوی او هغوی ډيره
غښتلی وده کوی .
يردوس يوه مالداره سيمه ده . د دغې سيمې د عصری مالداری د پرمختګ لپاره بايد هغو مالدارانو ته روزنه ورکړل شی چه په پرمختللی تکنولوژی پوهيږی او نوی فکرونه له ځان سره لری . دغه راز له جدی غور وروسته د يردوس ښاروالی پريکړه وکړه چه په دغه ښار کی څه ناڅه سل لوی مالداران د ليدنې کتنې او ښو تجربو ترلاسه کولو لپاره بهر ته وليږی . او ښاروالی د دوی د سفر د لګښت په سلو کی اويا برخه پر غاړه اخلی . دغه ډول سفرونه بيا په ٢٠٠٤ کال کی پيل شول .
تيرکال په اګيست کی يلاتو سويابالاتو او نور يوولس تنه هېوادوال يو ځای المان ، فرانسې ، هالنډ ، بلژيک او لوکزامبورګ ته ولاړل . له خپل سفر وروسته ښاغلی سويابالاتو وويل :
(اواز٣ )
د هغو ځايونو د ليدنې کتنې په ترڅ کی می وليدل چه د هغوی د څړ ځايونو ابادی ډيره ښه او اداره يی هم عصری ده .
ښاغلی سايسيالا هم په دغه سفر کی ګډون کړی دی او د خپلې مالدارۍ د پرمخبيولو لپاره يی نوی پلان جوړ کړی او ويی ويل :
(اواز ٤ )
مونږ بايد د طبيعی چاپيريال ساتلو ته اهميت ورکړو او دا خبره د مالدارۍ لپاره ګتوره ده . برسيره پردی به زه هغه پسونه لازيات وروزم چه ښه غوښه لری .
بهر ته د مالدارانو سفرونو هغوی ته ښې تجربې ورکړې او محلی مالدارۍ ته يی هم ګټې رسولې دي . د يردوس د کرهڼې او مالدارۍ رياست مشر ما دينګ سو وويل چه اوس د يردوس څړ ځايونه نور هم شنه کيږی ، د شيدو او غوښو د چمتو کولو شرکتونه زيات شوی او د محلی مالدارانو ژوند هم لاپسی شتمن کيږی . د ده په قول دغسی سفرونه به نورهم دوام ولری .
ګرانو اوريدونکو ! همداوس مو بهر ته د چين د مغولی قوم مالدارانو سفرونو په اړه يو راپور واوريد . ستاسی له اوريدلو څخه مننه کوو !