د سين هوا اژانس د خبر له مخی، د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف چين ته خپل پنځه ورځنی سفر پای ته ورساوه او د فبروری په درويشتمه نېټه له چن دو ښار څخه وخوځېد.
ښاغلی مشرف په چن دو ښار کی د پنډا د څېړنې له مرکز او ځينو شرکتونو څخه ليدنې وکړی .هغه وويل چين ته يی د دغه سفر هدف د دواړو خواوو تر منځ د اقتصادی همکاری پياوړول دی.
سږ کال د چين او پاکستان تر منځ د اړيکو د ټينکېدو له پنځه پنځوسمی کليزې سره برابر دی. مشرف د چين د دولت رئيس هو جين تاو په بلنه، د فبروری په نولسمه نېټه بېجينګ ته راورسيد او په خپل دغه سفر يی پيل وکړ. د مشرف او هو جين تاو تر منځ په خبرو اترو کی څرګنده کړه چه دوی به د دواړو هېوادونو سياسی او اقتصادی پرمختګ لپاره کوشش وکړی. ولسمشر مشرف د دواړو هېوادونو د اړيکو د ټينګېدو د پنځه پنځوسمې کليزی د يادونې په اړه په يوه مېلمستيا کی هم ګډون وکړ.