<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-02-24 17:19:27    
د علاقه داری يوه ښځينه مشره

cri

د چين د څو کيلومترو په اوږدوالي لوی دېوال په نړۍ کې ډير شهرت لری په تيره بيا د چين د پلازمينې بيجينګ په شمال د اين چينګ ولسوالۍ د با دا لين علاقه دارۍ په ساحه کې لوی ډېوال ښه ساتل شوي چه شپږ سوه کاله دمخه جوړ شوی دی . د دې علاقه دارۍ مشره وانګ يونګ جون نوميږی او د خپلې دندې په غاړه اخيستنې له دريو کلونو راهيسی يي د خپلې علاقه دارۍ د اقتصادی او ټولنيز پرمختګ لپاره ستر خدمتونه کړی دی.

د با دا لينګ لوی ډېوال د سيلاني د يو مشهور ځای په حيث هر کال څه د پاسه پنځه مليونه سيلانيان راجلبوی. د علاقه دارۍ مشران تل له سيلاني څخه د لاس ته راوړلو ګټو له لارې د محلی اقتصادي پرمختګ لپاره هڅه کوي

د علاقه دارۍ د مشرې په توګه دا ډېر مهم کار دی چه د خپلې علاقه دارۍ د سرچينو د ښيګڼو په کارولو سره بزګرانو ته ګټی ورسول شي . په وروستيو کلونو کی د بېجينګ په شاوخواوو کليو کی بزګران په توريستی چارو بوخت دي . وانګ يونګ جون له پلټنو وروسته ، داسی يو پلان جوړ کړ چه د هر کلی يا هر کور د دوديزو ځانګړتياوو له مخې سيلانيان راجلبوي .

وانګ يونګ جون د لا زيات سيلانيانو د راجلبولو لپاره له بزګرانو سره مرسته کوي چه د سيلانيانو د خدمت مقررات وټاکي او بهرنيو کليو ته د تجربو لاس ته راوړلو لپاره بزګران وليږي . په تيرو دوو کلونو کی په دغه علاقه داري کی د سيلانيانو د راجلبولو لپاره ډول ډول فعاليتونه ترسره شويدي مثلا د مني په

موسم کې سيلانيانو ته د مڼو شکولو او رخصتی تېرولو بلنه ورکول کيږی د ٢٠٠٣ کال تر پايه پوری ، د دې علاقه دارۍ توريستی عايداتو د کرنيزو چارو په عمومی عايداتو کی دوه اويا برخه ونيوه ، د علاقه دارۍ د سلو کورنيو لخوا اوه پنځوس زره تنه سيلانيان منل شوي او دوه مليونه يو لک پنځه اتيا زره يوانه ګټې ترې اخيستل شويدي .

وانګ يونګ جون په دې ښه پوهيږی چه په يوه سيمه کی ټولنيز چاپېريال د محلی اقتصاد د پرمختګ لپاره ډېر ارزښت لری. نو هغه تل د محلی چاپېريال د ساتنی کارونو ته په درنه سترګه ګوری.

د دې علاقه دارۍ د شی بو ځی په کلی کی يوه ودانی بي له اجازې نه جوړه شوه او د علاقه دارۍ حکومت وغوښتل چه دغه ودانی ليري کړي . په دې وخت کي د وانګ يونګ جون ماما د دې ودانۍ د خاوند په استازيتوب له هغې څخه د ودانۍ د نه ليري کولو غوښتنه وکړه ، خو وانګ يونګ جون دغه غوښتنه و نه منله .

له څو کلونو راهيسې د وانګ يونګ جون د ښو کارونو له برکته د با دا لينګ علاقه دارۍ په اقتصادی او ټولنيزو برخو کی ستر برياليتوبونه تر لاسه شويدي چه د نوموړي علاقه داری ګوندي کميټه د ولسوالۍ او ښار لخوا د نمونوي کميټې په نامه وټاکله شوه او ددې علاقه دارۍ يو کلی د علمي او فرهنګي ترويج او ټولنيز نظام ساتنې په هکله د ټول هيواد د يو نمونوي کلي په توګه ونومول شو . همداراز وانګ يونګ جون هم د بيجينګ ښار د معنوي تمدن ميدال لاس ته راوړ او دغه راز تير کال د بيجينګ ښار د ولسي کانګرس د استازې په توګه انتخاب شوه .