<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-02-24 18:12:27    
د چين د نقاشۍ موزيم

cri

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم ! په بېجينګ کې د چين د نقاشی موزيم د کلتوری او هنری ژوند د پرمختګ لپاره د وخت په تېرېدو مهم رول لوبولی او لوبوی يی چې پکی د چين حتی نړۍ ډول ډول هنری شکلونه ښودل کېږی. د هنر او کلتور په ننني پروګرام کې به تاسو ته د چين د نقاشۍ موزيم په باب څه معلومات وړاندی کړم.

روان کال به د چين د نقاشۍ په موزيم کې د چين او بهرنيو هېوادونو يو سلو پنځلس نندارتونونه جوړ شی. اوس په دغه موزيم کې د چين د ولسی نقاشۍ، غوړينو نقاشيو او عکسونو په شمول څو نندارتونونه د جوړېدو په حال کې دي. د مارچ له مياشتې څخه به د روسيې د قيمتی هنری اثارو، د فرانسې د بلورونو، د مکسيکود معاصرو هنرونو او د اطريش د معاصرو ودانيو په شمول يو لړ بهرنی هنری نندارتونونه په دغه موزيم کې جوړ شی چې ورڅخه چينی نندارچيان خوند اخيستی شی.

په ننني چين کې رنګا رنګ معاصر نندارتونونه ليدل کېږی، خو د چين د نقاشۍ موزيم تل د چين د هنرونو د پرمختګ د ښودلو يو مرکز دی او د چين او نړۍ د کلتورونو د تبادلې يو پل دی. د چين د نقاشۍ موزيم د بېجينګ ښار په مرکز کې پروت دی، امپراطوری ماڼۍ ته يی ډير نژدی او په بېجينګ کې يی يوه مشهوره ودانی ده. په حقيقت کې د چين د نقاشۍ موزيم په چين کې د دولت په کچه د نقاشۍ په برخه کې يوازنی موزيم دی او د چين د نقاشانو او نقاشۍ مينه والو په زړونو کې ستر ځای لری. زيات شمېر هنرمندان په دغه موزيم کې د خپلو اثارو د نندارتونو د

جوړېدو له امله ډير وياړي. د چين د نقاشۍ د موزيم رئيس ښاغلي فان دي ان دا نظر لری

( لومړی اواز)

زه فکر کوم چې په چين کې د ټولو هنرمندانو لپاره د چين د نقاشۍ موزيم زيات اهميت لری. علت يی دا دی چې ټول هنرمندان کلتور او ټولنې ته په درانه سترګه ګوری.

د تېرې پېړۍ له اتمې لسيزې راهيسی په دغه موزيم کې د نقاشۍ او هنرونو په هکله د چين او نورو هېوادونو د مشهورو هنرمندانو د اثارو څه دپاسه دری زره نندارتونونه جوړ شوي وو او اغېزمن نندارتونونه ټول په دغه موزيم کې جوړ شول.

د چين د نقاشۍ په موزيم کې رنګا رنګ قيمتی هنری اثار ساتل شويدی چې نه يوازی د ساتل شويو هنری اثارو شمېر ډير زيات، بلکه کيفيت يی په چين کې تر ټولو ډير ښه دی. اوس په دغه موزيم کې څه نا څه اويا زره هنری اثار ليدل کېږی چې په دې جمله کې په شلمه پېړۍ کې د چين د مشهورو يا اغېزمنو هنرمندانو نمونوی اثار شامل دي. د مثال په توګه د چين د نامتو نقاش چی بای شه څلور سوه او لس نقاشۍ شته چې په نړۍ کې د بيکاسو په شان زيات شهرت لری.علاوه پر دې، په دغه موزيم کې د کوريا جمهوريت، جاپان، اسرائيلو، ارجنتاين، فرانسې او امريکې په شمول د څو هېوادونو هنری اثار هم ساتل شويدي.

د چين مشهور هنرمند ښاغلی ليو شيون چې دری اتيا کلن دی، تېر کال د چين د نقاشۍ موزيم ته په وړيا توګه څه دپاسه يو زرو اوه سوه او اتيا هنری اثار ورکړل. هغه خبريال ته وويل

( دوهم اواز)

د چين د نقاشۍ موزيم په دې ساحه کې د چين لومړنی لوی موزيم دی. زه ډير خوشحاله يم چې زما له خوا ساتل شوی ټول هنری اثار مې دغه موزيم ته ورکړيدي.

وروسته په دغه موزيم کې د داسی هنری اثارو د ښودلو لپاره يو ځانګړی موزيم جوړ شو چې زياته توجه يی ځانته راجلب کړې وه.

د ٢٠٠٥ کال په پای کې ښاغلی فان دی ان په رسمی توګه د چين د نقاشۍ د موزيم رئيس شو. د دې موزيم د پرمختګ په هکله هغه داسی وويل

( څلورم اواز)

مونږ فکر کوو چې له ٢٠٠٦ کال څخه د نندارتونونو شمېر بايد کم، خو کيفيت يی بايد لوړ کړو.

اوس دغه موزيم د هويتنی په نامه د امريکې د نقاشۍ موزيم، د وان ګو په نامه د هالند موزيم او د لندن موزيم په شمول له څو بهرنيو غوره موزيمونو سره اړيکې ټينګې کړي او د کلتورونو د تبادلې لپاره يی زيات شمېر فعاليتونه تر سره کړيدي.

ګرانو اورېدونکو، د هنر او کلتور نننی پروګرام په همدې ځای پايته ورسيد. ستاسی له غوږ نيولو څخه ډيره ډيره مننه کوو. د روغتيا په هيله مو!