<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-02-24 17:47:13    
北京站到了 د بېجينګ د اورګاډي سټيشن را روان دی

cri

ګرانو اورېدونکو! اسلام عليکم!د چينی ژبې لوست پروګرام ته مو هرکلی کوو. په تير لوست کې مو د ميترو په اړه څه معلومات زده کړل او د پروګرام په ننني کړۍ کې به تاسی په دی هکله نور زده کړئ.

لومړی يوه محاوره واورئ:

A:北京站到了。 ( بې جين ځان داو له.)

B:我们到了,走。(وه من داو له، زاو.)

ٍA: 走哪边?( زاو نا بين؟)

B:走右边。(زاو يوو بين.)

A:还是地铁快!( های شي دي تيې کوای!)

B:就是。(جيو شي.)

اوس به مونږ دغه محاوره جمله په جمله زده کړو.

1北京站到了。د بېجينګ د اورګاډي تم ځای را روان دی.

站 تم ځای

北京站 د بېجينګ د اورګاډۍ تم ځای

到了رسېدل

北京站到了。د بېجينګ د اورګاډۍ تم ځای را روان دی.

2 我们到了,走。دا دی راورسېدو، راځی چې لاړ شو.

په ميترو يا د ځمکې لاندی اورګاډې د تګ په مهال کې د راتلونکی سټيشن د رارسېدو خبر او نوم يادونه سپرلۍ ته په چينی او انګليسی ژبويادونه کېږی.

که تاسی لار محاومه نه وی، نو بايد د تم ځاي نوم ښه واورئ ځکه چه په تم ځای کې ډيره ګڼه ګوڼه وی او ميترو يوازی يو يا دوه دقيقې تم کېږی.

3 走哪边 کومې خوا ته ځو؟

哪 کوم

边 خوا

走哪边 کومې خوا ته ځو؟

4 走右边。ښی خوا ته ځو.

右 ښی

右边 ښی خوا

走右边。ښی خوا ته ځو.

د ميترو په تم ځای کې د لارو نښی ښکارېږي.دا مهمه ده چې داسی نښو ته وګوری چې ژر د وتلو له لارې خپل مطلوب ځای ته ورسيږی.

5 还是地铁快!ميترو له نورو چټک دی.

地铁 ميترو

快 چټک

还是地铁快!ميترو له نورو چټک دی.

6 就是。سمه ده.

په لويو ښارونو کې دا غوره خبره ده څومره چې امکان ولري تر مځکې لاندی ميترو له لارې سفر وکړی،ځکه کولای شی چې د لارو له بندېدو ډډه وکړی او خپل وخت وسپموی.که چيری ستاسو له ځای سره نژدی تر مځکی لاندی ميترو تم ځای نه وی،کولای شی د بس يا ټکسی له لاری او يا هم که اوږد واټن نه وی په پښو خپل نژدی تم ځای ته ځان ورسوی.

اوس مونږ دغه محاوره يا مرکه بيا تکراروو:

A:北京站到了。 ( بې جين ځان داو له.)

B:我们到了,走。(وه من داو له، زاو.)

ٍA: 走哪边?( زاو نا بين؟)

B:走右边。(زاو يوو بين.)

A:还是地铁快!( های شي دي تيې کوای!)

B:就是。(جيو شي.)

ګرانو اورېدونکو! د چينی ژبی لوست ننني پورګرام پای ته ورسيد.تر بل لوست پورې مو په مخه ښه !