د چين د بين المللې راډيو د خبر له مخې : د افغانستان د پوليسو په وينا د د دغه هېواد د ملی دفاع پوځونو د ګزمې پر يو کتار د فبروری په درويشتمه نېټه ماښام د هلمند په ولايت کې د طالبانو له خوا بريد وشو چې له امله يی څلور تنه افغان سر تېری ووژل شول او يو بل تن ټپی شو .
د ځايی پوليسو د مشر خان محمد خان په وينا: د پوځ پر دغه کتار د ګزمی پر مهال بريد شوی ، په پېښه کې د طالبانو يو تن وژل شوی او پنځه تنه نور ټپيان شوی دی . د طالبانو يو وياند په همدی ورځ وويل : په دغه بريد کې دوولس تنه افغان سرتېری وژل شوی دي .