په ٢٠٠٥ کال کی د جيانګ سی ولايت د نان فونګ په ولسوالی کې د مالټو ښه حاصلات تر لاسه شول چه توليدي اندازه يي ٢٥٠ مليونو کيلوګراموته رسيدلی وه .خو د اټکل شويو پايلو له مخی په داسي حإل کې چه د مالټو وړاندی کونه له غوښتنی څخه زياته وه ، په همدې کال کې د مالټو د پلورنې چټکتيا نه يوازي د تيرو کلونو په پرتله زياته شوي ، بلکې د بيې د لوړوالې له امله بزګرانو زياتې ګټې تر لاسه کړيدي . د نان فونګ مالټو پلورلو اندازه نه يوازی د تېر کال په پرتله زياته شوې ، بلکه بيه يی هم لوړه شويده او د هر کيلو ګرام بيه يی ٣.٦ يوانو ته رسيدلی ده .تر اوسه پوری د دغی ولسوالۍ ٢٥٠ زره ټنه مالټی ټولې پلورل شوی دی چی له امله يی نه يوازی محلی بزګرانو د ٦٠٠ مليونو يوانو عايدات لاس ته راوړي بلکې اړوندو چارو ته هم ٢٠٠ مليونه يوانه عايدات هم رسيدلي دی .
د تيری پيړۍ په ٩ لسيزه کی د نان فونګ ولسوالی د مالټو پلورنې ښه بازار د ځينو علتونو له امله نه دی پرانستل شوی چی په نتيجه کی بزګرانو ته زيانونه رسيدلي او د مالټو يوه اندازه ونې هم پري شويدي . د دغی ولسوالی ګوندی کميټی او حکومت د مالټو ونو نيالولو له عمده علاقه داريو څخه ليدنه وکړه چه د دغې ميوې د پلورلو ښه بازارونه ولټوي .په همدی وخت کی حکومت هم په وخت د مالټو د ښه بازار د راکتلو لپاره تګلاری جوړې کړې او په پراخه توګه يی په ټولی ولسوالی کی د مالټو ونو نيالولو د فني فعاليتونو په تبليغ لاس پوری کړي دي .
د ولسوالی حکومت بزګرانو ته د مالټو غوره نيالګي برابر کړي او د مالټو
تجربوي اډې يي جوړې کړيدي .
.هر کال له دغو اډو څخه ٥ سوه زره ښه نيالګي غوره کوی چه بزګرانو ته يی ورکړي .تير کال د فني پرسونلو د کوششونو له امله د يانګ شيو٢ _٦ په نامه غوره نيالګي د جيانګ سی ولايت دوهمه کچه علمي جايزه تر لاسه کړه .د تير کال تر پايه پوری په دغه ولسوالی کی د دغه ډول غوره نيالګيو د نيالولو مساحت ٥ زرو هکتارو ته رسيدلی چی د دغی ولسوالی د مالټو د بيالولو د عمومی مساحت په سلو کی ٢٥ برخه نيولی ده .
بهرنيو هېوادونو ته د نان فونګ مالټو دصادرولو لپاره په وروستيو کلونو کی د دغی ولسوالی حکومت د هغو مالټو د نيالګيو دغوراوی ، روزلو او نورو تخنيکي غوښتنو په شمول يو شمير معيارونه ټاکلي دي چه د بيالولو په بهير کي يی هيڅ کيمياوي سره نه استعماليږي او چاپيريال ته کمه ککړتيا رسوي .
په همدی وخت کی د ولسوالی حکومت د مالټو د پلورلو لپاره يو لړ امتيازی تګلاری ترسره کړې دی .برسيره پردی د مالټو د پلورلو لپاره د ځانګړيو کوچنيو بازارونو د جوړولو له مخی يي د ١٠٠ مليونو يووانو بهرنی پانګې راجلب کړي او د جو دو په نامه دمالټو د پلورلو لوی بازار يی جوړ کړيدی .په دغه بازار کی کلنی سوداګريزه اندازه د نان فونګ مالټو د عمومی اندازی په سلو کی ٦٦ برخه نيسی .دغه راز د هېواد ګڼ شمير سوداګران د مالټو اخيستلو لپاره د نان فونګ ولسوالی ته راغلی دی .تېر کال د ٤٠ مليونو کلو ګرامو په اندازه د نان فونګ مالټی وپلورل شوی .