<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-02-25 17:36:10    
د روغتيا له پاره د خوړلو په باب څه معلومات

cri

لومړي د خوړلو د خواړو قسمونه دي زيات دي ، هره ورځ د خواړو قسمونه لږ تر لږه له لسو نه تر پنځلسو ډولونو پوري وي چه په دي ډول به د بدن د بيلا بيلو غذايي اړتيا پوره کيداي شي ٠ دوهم ډوډۍ بايد په يوه يوه خوله او ورو ورو وخوړل شي ، د اړوندې څيړنې له مخې د ډوډۍ د خوړلو په وخت کې لږ تر لږه د نيم ساعت په شاوخوا کې وساتل شي چه دا د چاغوالي د مخنيو له پاره مثبت رول لري ٠ دريم سبزي او ميوې دي د ورځني خواړو عمده برخه نيول شي او لږ غوښه وخوري چه د د زړه او رګ د ناروغيو د مخنيوي له پاره ګټور وي ٠ څلورم هره ورځ د سهار ، غرمې او ماښام دري واره ډوډۍ لږ څه د وخت د مخه تر سره شي ٠ خصوصأ د شپې ډوډۍ بايد د وخت د مخه وخوړل شي چه دا د ځينو ناروغيو د مخنيوي له پاره ډيره ګټوره ده ٠ پنځم لږه مالګه ، غوړي او بوره لرونکي خواړه د بدن د روغتيا د ساتنې له پاره ګټه لري ٠ شپږم بايد تازه ډوډۍ وخوري ، پاتي شوي ډوډۍ يا خراب بوي لرونکي ډوډۍ بدن ته زيانونه رسوي ٠ اوم بايد د ټاکلي وخت او ټاکلي اندازې سره سم ډؤډۍ وخوري چه دا د معدې د هضمې سره مرسته کوي او د انسان د روغتيا د ساتنې له پاره ډير مهم رول لري ٠ اتم د ټاکلي وختا سره سم يو وار ډوډۍ يا د يوې ورځې له پاره ډؤډۍ بنده شي چه دا به زهرجن مواد د بدن د باندې ايستنه پرمخبوزې ٠ ټولو ته معلومه ده ورځني خوراکونه د انسان د روغتيا د ساتنې سره مستقيمې اړيکې لري ، نو د ژوند د نورو اړوندو برخو په نسبت د انسان له پاره ډير مهم اهميت لري ٠ که پورتنې تجويزونه په ياد کې وساتي ، بدن به مو روغ جوړ ټينګ ونيول شي ٠ بله د توجه وړه خبره دا ده چه د امريکي د سرطان د څيړنې ټولنې د اړوندو کارپوهانو د اوږدي مودي د څيړنې له نتيجو څخه دا ثابته شوي چه د ژويو د غوښو زيات خوړل د سرطان د رامنخه کولو امکان لري ٠ نو نوموړو کارپوهانو له خلکو څخه غوښتنه وکړه چه د ژويو غوښه لږ وخوري او کولي شي چه د چرګ ، ماهي او د نخودوڅخه جوړ شوي خواړه زيات وخوري ٠ د امريکي نوموړي څيړونکي ټولنې د يو سلو پنځلسو زرو تنو امريکايانو په منځ کې د خوړلو د عادتونو او د ژويو د غوښو د خوړلو د اندازې سره سم اړونده پلټنه وکړه ٠ د پلټنې په موده کې څيړونکو کارکونکو دا وموندله چه په هغو کسانو کې چه د ژويو ډيره غوښه خوري ، د کولمو د سرطان په ناروغۍ يي د اخته کيدو ميزان د هغو کسانو په نسبت چه د ژويو غوښه لږ خوري ، په سلو کې څلويښت اوچت شوي دي ٠ د ژويو غوښه سره غوښه هم نوميږي چه د غوايي ، پسه ، نورو ژويو غوښو او د دغو غوښو څخه د جوړ شويو بيلا بيلو خوراکونو څخه عبارت دي ٠ د اړوندې څيړنې له مخې د روغتيا د ساتنې له پاره د نوموړو غوښو پر خاي د چرګ او ماهي غوښې ، وچو ميوو او د نخودو څخه جوړ شوي خوراکونو خوړل سم انتخاب دي ٠ بله د توجه وړ خبره دا ده چه د مري د سرطان ناروغۍ د خوړلو د نا سم عادت سره اړيکې لري ٠ د اړوندې څيړنې له مخې د شمالي چين په حه بي ، حه نان او شيان سي ولايتونو کې د مري سرطان ناروغۍ نسبته زياته پيدا کيږي ٠ د پلټنې له مخې نوموړي سرطان د خوړلو د عادتونو ، غذا يي عواملو او معدني عنصرونو سره

اړيکي لري ٠ عمومأ په نوموړو ولايتونو کې خلک د مالګينو سبزيو له خوړلو سره عادت لري ٠ د څيړنې سره سم په نوموړو مالګه شويو سبزيو کې د نيتريت کومپيوند موجود دي چه دغه ډول کيمياوي مواد ډير خطرناکه مواد ګڼل کيږي او دمري د سرطان د رامنځته کيدو عمده سبب دي ٠ بر سيره پر دي په زياته اندازه د مرچو خوړل ، ډوډۍ ډير ژر خوړل ، تيز شراب څښل ټول بد عادت دي او مري ته سخت ضرر رسوي او د مري د سرطان د ناروغۍ سبب ګرزي ٠