دا د چين بين المللی راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو، اسلام عليکم ! د چينی او بهرنی موسيقی په دی پروګرام کی به تاسو د چين د مشهوری سندرغاړی سونګ ځو ينګ او د هغې نوی البوم وړاندی کړو چی نوم ئی د سلو کلونو اواز دی٠
( سندره ١ )
ګرانو اوريدونکو، تاسو همدا اوس د سونګ ځو ينګ په نوی البوم کی يوه خوندوره سندره واوريده٠ د دغی سندرې نوم په سمندری غاړه کب نيوونکی نجلۍ ده٠ سونګ ځو ينګ د چين له ځوانو سندرغاړو څخه يوه ډېره نامتو سندرغاړې ده ٠ د چين د لومړی فلم د ١٠٠ کاليزی د يادونی لپاره سونګ ځو ينګ په دی وروستيو ورځو کی د چين د فلمی سندرو په اړه البوم خپور کړی چی ١٤ داسی سندری پکی شامل دی ٠ اوس به مونږ په ګډه د شانګ ګن لينګ غرنی څوکی په نامه فلم کی يوه سندره واورو چی نوم ئی زما وطن دی٠
( سندره ٢)
په دی وروستيو کلونو کی سونګ ځو ينګ د چين د ولسی سندرو د پرمختګ لاری څيړنه کوی او د بهرنيو هېوادونو د سندرو ويلو هنر زده کوی چی په پای کی يی يو ځانګړی سبک خپل کړی دی٠ اوس به مونږ په ګډه د مونږ د خوشحاليو نه ډکې چارې په نامه د فلم سندره واورو چی نوم ئی زمونږ ژوند د لمر له وړانګو څخه ډک دی٠
(سندره ٣)
ګرانو اوريدونکو، تاسو همدا اوس د چين د مشهورې سندرغاړی سونګ ځو ينګ په نوی البوم کی ٣ خوندوری سندری واوريدلی ٠ د چينی او بهرنی موسيقی نننی پروګرام په همدی ځای پای ته رسيږی٠ شپه مو په خير٠