<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-02-26 18:17:19    
د کولن لويه کليسا

cri

کولن د المان يو ښکلی تاريخی ښار دی او دوه زره کاله تاريخ لری چی دغه ښار د اروپا په ترانسپورتی تقاطع کی پروت دی او د المان لومړنی پولی مرکز او په نړۍ کی د عطر جوړولو لومړنی ځای هم و٠ د کولن لويه کليسا په المان کی لومړنی لويه کليسا او حتی په اروپا او نړۍ کی له ډېرو مشهورو کليساوو څخه هم شمېرل کيږی٠ دغه کليسا هم د کولن د ښار سمبول دی او رسمي نوم يی سان پيتر او ماليه لويه کلسيا ده، ولی دغه کليسا چی نمونوی ګوتيک ساختمانی رنګ لری ، په نړۍ کی ډېر شهرت موندلی دی؟ علتونه يی دا دی چی لومړی د کولن کليسا په المان کی لومړنی لويه کليسا ده او د راين سيند په غاړه پرته ده٠ د دې کليسا مساحت اته زره مربع متره او د ودانيو مساحت يی شپږ زره مربع متره دي، له ختيځ نه تر لويديځه پوري اوږدوالی يی يو سلو څلور څلويښت اعشاريه پنځه متره او له جنوب نه تر شماله پوري پلنوالی يی شپږ اتيا متره دی٠ د دی کليسا په شاوخوا کی نور څو کوچنی کليساوې هم شته چی له يوولسمی پيړۍ نه تر ديارلسمې پيړۍ پوری جوړی شويدي٠ په کولن ښار کی يو سلو پنځوس کليساوې چی د دوهمي عمومي جګړې په موده کی د معاهدينو هېوادو د فوځونو د دوو سوو شپيتو ځلو بمباريو په اثر يو نوي کليساوې ويجاړې شوي او د کولن ښار هم د خاورو سره برابر شوي وو٠ خو د

خوښۍ وړ خبره دا ده چی که څه هم د کولن لويه کليسا چی برج غوندي دوه جګې ودانۍ لري په څوارلسو بمونو ولګيده، خو د دې کليسا د طرحې څرمني نقشې ښې ساتل شويدي، نو د اصلي ډيزاين له مخی کليسا په پوره توګه ترميمه شوي اوپه خپل حال پاتې ده او همدغه نقشه د دوولسمي پيړۍ د ګوتيک ساختماني هنر د څيړنې لپاره يو مهم سند ګرزيدلی دی٠ دوهم له دوولس سوه اته څلويښتم کال نه د دې کليسا د جوړولو پروژه پيل شوه، تر اتلس سوه اتيايمه کاله پوري بشپږه شوه چی شپږ سوه دوه دېرش کاله تېر شوي او تر اوسه پوري د دې کليسا د ډيزاين په زرګونو نقشې ساتل شويدي٠ دريم د کلسيا دوه برجونه د نورو کلسياوو د ودانيو په مقايسه ډيرجګ دي چی شمالي برج يی يو سلو نهه پنځوس اعشاريه دري اته او جنوبي برج يی يو سلو اوه پنځوس اعشاريه دري يو متره دی چی پنځه پوړونه لري٠ په دې نسبت چی د کولن کليسا د ګوتيک داسی نمونوي ودانی ده چی جګوالی يی د نورو نه لوړ دی، نو په ١٩٦٦ کال کی د م م د يونيسکو د موسسې له خوا د نړۍ د کلتوري ميراث په توګه ومنل شوه٠ څلورم د کولن کليسا په اروپا کی داسی کليسا هم ده چی ساتل شوی تاريخې اثار ئی ډېر دي، مثﻵ د دې کليسا د نندارې په کوټو کی د امپراطورانو جامې، ليکونه، په ډبرين تابوت کی د پاپ جسد او د عيسي لرګينې مجسمې ايښودل شويدي٠ د کولن کليسا ټوله وداني له ډبرو څخه حکاکي شويده، د کليسا په مرکز کی د عبادت لوي سالون دی او تزيين يی ډېر ښکلی دی، په دې کليسا کی نور څلور د عبادت سالونونه هم شته تو مرکزې سالون يی درې څلويښت متره جګوالې لري او د څلورو ديوالونو په پاسنيو کړکيو باندي ئی رنګينې ښيښې نصبې شوې چی مساحت يی له لسو زرو مربع مترو نه اوښتي دی٠ کله چی د لمر پلوشې له ظريفو کړکيو څخه سالون ته داخل شي، د سالون هرې خوا ته طلايی څادر غوړيږي٠

د کولن لويه کليسا د جرمنيانو د زحمتونو ثمره ده او د هغه هېواد د ماهرو صنعتګرانو معمارانو د عالي مهارتونو څرګندونه هم ده٠ دا د تصوروړ نه دی چی څو سوه کاله دمخه چی علمي او تخنيکي سويی يی دومره لوړې نه وې، دا لويه کليسا جوړيدای شوه٠