<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-02-27 14:50:38    
د مېنګ واکمنې کورنی ٦٣٦ کلن کلی په جنوب لوېديځ چين کې کشف شو

cri

په ښه ډول ساتل شوی يو لرغونی کلی په دې وروستيو کې د جنوب لوېديځ چين د ګوينجو ولايت په مرکزي برخه کې کشف شو. دغه کلی باوجياټون نومېږي چې تاريخ يې ٦٣٦ کاله پخوانی زمانې ته رسېږي او د انشون په ښار کې پروت دی. له ولايتي مرکز ګويانګ څخه ٥٧ کيلو متره او هم د چين تر ټولو لوی اوبځوړ هوانګووشو څخه ٦٠ کيلو متره واټن لري. د ښاري پلان يو مخور چينايي کارپوه باوشيجنګ وويل دی باور لري چې دغه کلی د مينګ کورنی په زمانه کې چې له ١٦٦٨ څخه تر ١٦٤٤ پورې واکمنه وه جوړ شوی او د کلي په ځای د دغې زمانې ودانيز هنر او د وخت اثار په غوره توګه ساتل شوي دي. د ښاغلي باو په اند د دوو نورو لرغونو کليو شيډي (Xidi) او هانګ (Hong)په پرتله ډېر پخوانی دی چې د ختيځ چين د انهوی ولايت په جنوبي برخه کې پراته دي.

چينايی کارپوه باو شيجنګ وايي د دغه کلي پلرنی برخه د مينګ کورنی د لومړني امپراتور زويوانزګ (Zhu Yuanzhang) د يو سالار باوفو باو ورانه شوې ده. نن د دغه کلي له ٢٢٠٠ استوګنو څخه په سلو کې د ٨٨٪ وګړو پلرني نومونه باو دي. څرنګه چې دغه کلی په ١٣٦٩ ميلادي کال کې د پوځي موخو لپاره جوړ شوی نو د هستوګنې ودانی يې د چينايانو له لرغوني فلسفي تصوير سره سمې په کتارونو ولاړې دي. دغه فلسفي تصوير اته دياګرامونه يا اته ضلعيز شکل دی چې د دريو بشپړو يت ماتو شويوکرښو له اتو مجموعو څخه جوړ شوی دی. ښاغلی باو وايي چې پر دې سربېره د مينګ کورنی په زمانه کې جوړ شوی د اوبولو يو لوی سيستم هم ميندل شوی چې د کوچيني ډوجيانګيان په نامه يادېږي او تر نن پورې په دغه کلي کې کار ورکوي. نوموړي زياته کړه ښځې په دغه کلي کې لا تر اوسه د امپراتور زويوانزګ (Zhu Yuanzhang) مېرمنې امپراتورې ما د جامو په شان د لرغوني ډول جامې اغوندي.

پر دې سربېره د هنان په ولايت كې د شاولين له مشهور پوځي هنر په پرتله د يو ډېر اوږده تاريخ لرونكۍ پوځي هنر هم په دغه كلي كې زيات شهرت لري. همداراز دغه كلى يوه دوديزه ختيځ ډوله محلي پوځي اوپرا ساتلې چې نيو اوپرا (Nuo opera) نومېږي. د ښاغلي باو په وينا دغې اوپرا د ګوينجو (Guinzhou) د محلي اپراګانو يوه مهمه برخه په ګوته كوي. د ښاري ودانى د پلان جوړونې نوموړي كارپوه وويل ددغه كلي كشفونې د ابادولو وزارت او د كلتوري اثارو د دولتي ادارې پاملرنه ځان ته راجلب كړې او دغه راز د كارپوهانو يوې ډلې په دې اړه يو پلان چمتو كړى چې زموږ د لرغونو اثارو د ژوندي ساتلو په موخه د دغه لرغوني كلي له ساتلو سره مرسته وكړي.

سين هوا