<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-02-27 15:06:33    
د شان دونګ ولايت د جاو جوانګ ښار د منسوجاتو چارو پرمختګ تر لاسه کړی دی

cri

ګرانو اوريدونکو ،د چين د اقتصاد په نننی پروګرام کی به د چين د شان دونګ ولايت د جاو جوانګ ښار د منسوجاتو چارو د پرمختګ په باب تاسو ته معلومات وړاندی کړو.

د روان پسرلی په پيل کی د شان دونګ ولايت د جاو جوانګ ښار د شی جونګ په سيمه کی خبريال داسی وليدل چی هلته د منسوجاتو چارو چټک پرمختګ تر لاسه کړی دی . په وروستيو کلونو کی د دی سيمی د منسوجاتو تصديو او کارکوونکو شمير په جلا جلا توګه ٩٠ او ٣٩ زرو ته رسيدلی دی .تير کال د دی سيمی تصديو ٢٠٠ مليونه ټوټی کالی صادر کړی چی په دی ترڅ کی د تی شټ کاليو صادراتی اندزاې د شان دونګ ولايت د عمومی اندازې په سلو کی ٣٣ برخه نيولی ده .نو د جاو جوانګ ښار د خپل ولايت د منسوجاتو چارو د مرکز په توګه ګڼل کيږی .

د شان دونګ د های جی جی په نامه د منسوجاتو محدود شرکت د دغه ښار په اقتصادی سيمه کی پروت دی او هر کال د ٢٥٠ مليونو امريکايی ډالرو په ارزښت کالي توليدوي او د ٣٠ مليونو امريکايی ډالرو ګټې اخلي .اوس په دغه شرکت کی ٣ زره کارکوونکی کارکوی .

د دی شرکت عمومی مدير جانګ جيا له وويل زمونږ شرکت چه د سعودی عربستان د يوه شرکت له خوا د ١٢ مليونو ٦٠٠ زرو امريکايی ډالرو په لګولو سره جوړ شوی دي ، د شان دونګ ولايت د بنيان لباسونو د توليدلو په برخه کی تر ټولو لوی شرکت دی او د دې شرکت له خوا د ټاکل شوي تخنيکی

معيار سره سم هر توليدی پړاو د بهرنيو لوړ پوړو انجنيرانو تر کنترول لاندی دی او دغه راز پرمختللي توليدی تجهيزات پکي استعماليږی .

د جاو جوانګ د شی جونګ ښاري سيمې د ګوندی ګميټی او د دی سيمی د حکومت له خوا د بهرنيو پانګو د راغوښتلو پلان په رڼا کې نوموړي شرکت جوړ شويدی او د دی سيمی د کوششونو له امله يوازی په دغه اقتصادی سميه کی د منسوجاتو لس تصدۍ په کار لويدلي دي او نورې ٨ تصدۍ د جوړولو په حال کی دی .د دغه ښار د سوی ګوو په علاقه داری کی هم د منسوجاتو توليدولو څلويښت تصدی جوړې شويدي چی له امله ٥ زره تنه استخدام شوی دی .د پانګو ، تخنيکي او اداري پرسونلو د منلو تر څنګ د منسوجاتو کيفيت هم لوړ شوی او تر اوسه پوری په دی سيمه کی د دغو تصديو د توليداتو ډولونه زيات شوي او پيمانه يی هم پراخه شويده چی دغه کار د منسوجاتو توليدولو په نامه د ځانګړي ښار د پرمختګ لپاره يوه ښه زمينه برابره کړی ده .

٥٠ کلن سون جين باو د ١٩٨٠ کال له پيل څخه د علاقه داری د منسوجاتو په يوه تصدی کی کار کاوه ، خو اوس يی د ژن باو په نامه د منسوجاتو محدود شرکت جوړ کړی او د ده شرکت خپلواک وارداتی او صادراتی حق لری .په دی توګه د ده د شرکت د منسوجاتو د پلورلو کلنی ارزښت ٤٠ مليونو يوانو ته رسيږی او هر کال ٣ مليونه ٥٠٠ زره امريکايی ډالره بهرنی اسعار لاس ته راوړی .

هغه وويل چی دلته په وروستيو کلونو کی کې ښې تګلارې او چاپيريال نه و ، نو زمونږ په سيمه کی د منسوجاتو چارو چټک پرمختګ نه کاوه .

په همدی ترڅ کی د دی سيمی حکومت د منسوجاتو د صادرولو له لاری د لا زياتو

بهرنيو اسعارو د تر لاسه کولو لپاره امتيازی تګلاری تر سره کړي او ددې تګلارې په رڼا کې هغو کوچنيو تصديو ته د کمې ګټې پورونه برابروی چی د توليداتو صادرتی ارزښت يي له ١ مليونو ٥ سوو زرو امريکايی ډالرو څخه کم وی او د پرمختګ ښه راتلونکی ولری ، دغه راز نورو هغو تصديو ته جايزه ورکول کيږي چی د توليداتو صادراتی ارزښت يي له ١ مليونو ٥ سوو زرو امريکايی ډالرو څخه زيات وی او د صادرولو له لاری تر لاسه شوی بهرنی اسعار په مسلسله توګه زياتيږی .

برسيره پر دی د دی سيمی حکومت په توليدي چارو کې د اړتياوړ پيسو د بسيا لپاره دغو تصديو ته پورونه ورکوي .له ٢٠٠٣ کال راهيسی ١٤ مليونه ٨٥ زره يوانه پورو نه دغو تصديو ته برابر شوی دی . غوره چاپيريال د تصديو د پرمختګ لپاره لومړي درجه اهميت لري ، نو د سيمی حکومت هم د دغو تصديو د پرمختګ لپاره د اقتصادی پيښو د څارنی يو مرکز جوړ کړی دی . باور دی چه د يو لړ لازمو تدبيرونو د پلی کولو له امله به د منسوجاتو ښار جاو جوانګ لا نور چټک پرمختګ وکړي .