<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-02-27 17:23:42    
د چين لوی او غټ ديوال د نړۍ له اوو ډيرو سترو او عظيمو نښو څخه شميرل کيږی

cri

ګرانو اوريدونکو ، د پاکستان د اريانه کلب غړو طارق الله همدرد ، نثار احمد احمدی او قدرت الله ارمانی او د صوبه سرحد ضلع وتحصيل مانسهره څخه قدرت الله ارمانی په خپلو راليږل شويو ليکونو کی هيله څرګنده کړی چی د چين د لوی او غټ ديوال په اړه معلومات ترلاسه کړی . اوس به د پروګرام په دی کړۍ کی د دغه لوی ديوال په اړه څه معلومات واورئ .

د چين لوی ديوال په نړۍ کی يوه داسی تر ټولو ستره پروژه ګڼل کيده چی د نيزې ، ډال ، ليندې ، غشی او تورې په شمول د سړو وسلو په جنګی زمانه کی سيمی ته د بهرنيو دښمنانو د ننوتلو د مخنيوۍ لپاره جوړ شوی دی . ويل کيږی چی دغه غټ ديوال زمونږ د نيکه ګانواواسلافو په وينو او خوليو او پوهی سره جوړ شوی او د چينی ملت يوه نښه او وياړ بلل کيږی .

په بهرنی فضا کی د فضانوردانو په قول ، له سپوږمۍ څخه د مځکنی کرې د څارنی په ترڅ کی يوازی دوې مصنوعی پروژې ښکاريدې چه يو يی د چين لوی ديوال دی .دغه له برم نه ډک ديوال د نړۍ له ډيرو سترو او عظيمو پروژو څخه شميرل کيږی او د بشری تمدن په تاريخ کی هم يوه ستره نښه ده . د تاريخی اسنادو له مخی ، د ميلاد دمخه په اوومه پيړۍ کی يعنی له څه دپاسه ٢٢٠٠ کلونو مخکی د دغه لوی ديوال جوړيدو کار پيل شو او په وار سره څه د پاسه شلو کوچنيو ملکونو او فيوډالی شاهی دولتونو يی په جوړولو کی برخه

اخيستلی ده . لومړی د څوو په نامه يو وړوکی ملک خپلو خاورو ته په شمال کی د صحراميشتو يا کوچيانو او دښمنانو د ننوتلو د مخنيوۍ لپاره د يو غټ ديوال په جوړولو پيل وکړ . ورپسی د چي ، يان ، وۍ ، جاو او چين په شمول وړوکوملکونو هم د څوو ملک په شان د خپلو غټو ديوالونو په جوړولو پيل کړی . وروسته له هغه چه د چين په نامه يو غښتلی هيواد نور شپږ کوچنی ملکونه راغونډ کړل ، د چين لومړنی امپراطور چه چين شه هوانګ نوميده ، د خپل مشهور جنرال مونګ تيان په مشرۍ د يولښکرپه ليږلو سره د هيواد په شمال کی پر هيونيانو باندی بريد وکړ او بری يی وموند ، په دی توګه ياد شوی امپراطور د پخوانيو کوچنيو ملکونو لخوا جوړشوی ديوالونه سره ونښلول چی اوږدوالی يی پنځو زرو کيلومترو ته ورسيږی او په لويديځ کی له لين ياو څخه او په ختيځ کی د لياو نينګ ولايت پوری غځيدلی دی .

امپراطور چين شه هوانګ د لوی ديوال د جوړونی لپاره دری لکه کسان راغونډ کړل او د بشريت د ساختمانی او ودانی جوړونی په تاريخ کی يی يوه عظيمه کارنامه ثبت کړه . د لوی ديوال جوړيدو نه يوازی د چين پر خاورې باندی د هيونيانو د تيری مخه نيولی ، بلکی د چين د مرکزی سيمو د اقتصادی او کلتوری پرمختيا دساتلو لپاره يی هم مثبت رول لوبولی دی .

له چين وروسته د هان کورنۍ سلسلې د دغه لوی ديوال ترميم او جوړونی ته دوام ورکړ او د لرغونی وريښمينی لاری نيمه برخه له دغه لوی ديوال سره تړاو لری . د هان کورنۍ له سلسلی وروسته د مينګ کورنۍ سلسلی په دوره کی يعنی د ميلاد له ١٣٦٨ کال نه تر١٦٤٤ کاله پوری د خپل هيواد په شمال کی د دادا قوم په شمول د ځينو کوچيانو د تيری د مخنيوۍ لپاره د دغه لوی ديوال د ترميمولو او جوړولو کارونه هيڅکله ونه ځنډيدل او بالاخره د ٦٧٠٠ کيلومترو په اوږدوالی ددغه لوی ديوال جوړول بشپړشول چه لويديځ لور د چين د شمال لويديځ د ګان سو ولايت له جيا يو ګوان څخه او ختيځ لور د شمال ختيځ د لياو نينګ ولايت تر هو شان غره پوری غځيږی او تر اوسه پوری ښه ساتل شوی دی . دغه لوی ديوال د سيلانی ډير لوړ ارزښت او تاريخی او زيات کلتوری اهميت لری . نن سبا د دغه اوږد او غټ ديوال هغه برخی چی په شان های ګوان ، جيو يونګ ګوان بادالينګ ، سما تای ، موتيان يو ، جيا يو ګوان او داسی نورو ځايونو کی پرتی دي ، له غوره ترميم او بيا جوړونی وروسته داسی تاريخی ځايونه ګرځيدلی دي چی دچين دننه او بهر ډير شهرت لری . د چين لوی ديوال د مصر د اهراماتو ، د روم دکوکوسيوم يا د مبارزې لوبغالی او د ايټاليی د پيزا د کاږه څلی په څير د نړۍ په اوو سترو عظيمو نښو کی شامل شوی دی .

درنو اوريدونکو ، که تاسی چين ته سفر وکړی ، هرومرو به د لوی ديوال سيل وکړئ . د چين په پلازمينه بيجينګ کی د لوی ديوال برخه چی اوږدوالی يی له ٣٠٠ کيلومترو نه اوښتی دی ، د ميلاد له١٥٤٠ کال مخکی او وروسته موده کی جوړه شوی او د٤٥٠ کلونو تاريخ لری . د بيجينګ د بادالينګ لوی ديوال دسمندرله سطحی نه څه د پاسه زر متره جګوالی لری او د دغه ديوال جګوالی او پلنوالی په جلا جلا توګه ٧ اعشاريه ٨ مترو ته رسيږی . که تاسی د بيجينګ له ښاری سيمی څخه حرکت وکړی ، په موټر کی له څه د پاسه يو ساعت وروسته د ستر ديوال سيمی ته رسيدای شی .