<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-02-28 19:10:56    
د ناروی شهزاده طلايی ميډال تر لاسه کړ

cri

د ناروی شهزاده اولاف له خپلو دريو ملګرو سره د نورنا په نامه د يوې کښتۍ په چلولو سره د بادی کښتيو په يوه مسابقه کې برخه واخيسته او د شپږو مترو واټن مسابقې طلايی ميډال يی تر لاسه کړ. دغه طلايی ميډال د اولمپيک په دغو سپورتی لوبو کې د ناروی د سپورتی ډلو له خوا يوازنی طلايی ميډال و. د شهزاده له خوا د دغه طلايی ميډال له تر لاسه کولو وروسته د ناروی په ټول هېواد کې يی زياته توجه ځانته رجلب کړېده. په ١٩٥٧ کال کې دغه شهزاده د ناروی پاچا شو او نوم يی پنځم اولاو و.

د دوو طلايی ميډالونو ګټونکی ويليامس

د کانادا سپورتی لوبغاړی ويليامس په امستدام کې د اولمپيک په سپورتی لوبو کې د برخې اخيستنې په وخت کې يوازی شل کلن و، خو هغه د دې سپورتی لوبو په اړه د سلو مترو او دوو سوو مترو منډۍ وهلو په مسابقو کې دوه طلايی ميډالونه تر لاسه کړل. کانادا ته له بېرته تګ وروسته د کانادا خلکو د يوه قهرمان په شان د هغه هرکلی وکړ چې ده او د ده مور ته يی د سپينوزرو پيالو يو سېټ، يو ميسی مجسمه، د سپينو زرو يوه پياله، يو ډېر پرمختللی موټر او د پوهنې د صندوق د جوړولو په موخه څوارلس زره او پنځه سوه امريکايی ډالره ورکړل.

دوه ملګري

زيات شمېر خلک په دې نظر وو پيتځال چې د منډۍ وهلو د اته سوو مترو په مسابقه کې يی زيات شهرت درلود، امکان لری چې په دغو سپورتی لوبو کې هم برياليتوب تر لاسه کړی. خو له بده مرغه له مسابقې مخکې هغه ټپی شو او پای لوبې ته ونه شو وتلای. د بريتانيې سپورتی لوبغاړی چې د دې مسابقې طلايی ميډال يی تر لاسه کړ، سمدلاسه يی پيتځال ته يو پيغام ولېږه او پکې يی د ټپی کېدو له امله له پيتځال سره همدردی څرګنده کړه. د دوی دوستی د اولمپيک په سپورتی لوبو کې يوه ښه نمونه يا نښه ګڼل شوېده.

د خوراکونو ګناه ده

د امريکې سپورتی ډلې د اولمپيک د دغو سپورتی لوبو په اړه د اتلاتيک په مسابقو کې يوازی اته ميډالونه تر لاسه کړل چې د تېرې دورې په پرتله پکې څلور کم وو. دا ځکه چې د امريکې سپورتی لوبغاړو د ولسمشر روسيولت په نامه يوه بيړی کې هالند ته په لاره کې دوی هره ورځ زيات خوراکونه خوړل او لږ سپورت يی کاوه. نو د سپورتی لوبغاړو وزنونه په چټکه توګه زيات شول او په مسابقو کې يی بري ته تر لاسه نه کړ.

د لامبو وهلو مسابقه

د لامبو وهلو په مسابقو کې د امريکې سپورتی لوبغاړی ويسمولير چې د لامبو وهلو او فلم جوړولو په ساحو کې يی زيات شهرت درلود، شپږ طلايی ميډالونه تر لاسه کړل. د ده برياليتوبونو يو ځل بيا په دغه ساحه کې د امريکې ستر مقام څرګند کړ.