<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-02-28 19:24:36    
چين د تورينود المپيک د ژمنيو سپورتي لوبو څخه پرمختللې تجربې زده کوي

cri

محترمو دوستانو د روان کال د فبروري په مياشت کې د تورينو د المپيک د شلمې دورې ژمنيو سپورتي لوبو د پاي ته رسيدو وروسته به په ٢٠٠٨ کال کې د چين په پلازمينه بيجنګ ښار کې د المپيک نهه ويشتمې دورې دوبني سپورتي لوبې پرځای شي ، دغه سپورتي لوبې به د ټولې نړۍ د پام وړ وي ، دا لومړی ځل دی چې په بيجنګ ښار کې دغه شان سترې نړيوالې سپورتي لوبې ترسره کيږي چې د چينايانو لپاره دا يوه لويه ازموينه ده ، د دې لپاره چې دغه سترې سپورتي لوبې په ښه شان سره ترسره شي په ٢٠٠١ کال کې د نه ويشتمې دورې د المپيک د سپورتي لوبو د جوړولو حق د ترلاسه کولو وروسته د بيجنګ د المپيک د سپورتي لوبو تشکيلاتي کميټې زيات اړوند کسان د پلټنې لپاره د هرې دورې د المپيک د دوبنيو او ژمنيو سپورتي لوبوته استولي اود سږکال د تورينو د المپيک د ژمنيو سپورتي لوبو د پلټنې لپاره نوموړي کميټې زيات کسان تورينو ته هم ورليږلي دي

د تورينو د المپيک د ژمنيو سپورتي لوبو د پاي ته رسيدو وروسته د بيجنګ د المپيک د سپورتي لوبو د پيل کيدو وخت ته يوازي دوه نيم کاله پاتي دي ،د بيجنګ د المپيک د دوبنيو سپورتي لوبو د تشکيلاتي کميټې په وړاندې سترې

تنګونې موجودې دي ، له دغوتنګونو څخه کومه يوه ډېره لويه ده ، د نوموړي کميټې اجرايوي مرستيال ښاغلي جيانګ سياويو وويل زمونږ په وړاندې ستره تنګونه څه ده ؟ زما په نظر زمونږ په وړاندې ستر چلينج د تجربوکموالی دی ، ځکه چې مخکې مونږ هيڅکله سترې نړيوالې سپورتي لوبې نه دي ترسره کړې ، نو له دې امله مونږ بايد د نورو هېوادونو څخه ښه زده کړه وکړو ، له چا څخه زده کړه کوو ، البته بايد له هغو ښارونو څخه زده کړه کړو چې پکې د المپيک سپورتي لوبې جوړې شوې يا جوړيږي ٠ که څه هم په تورينو کې ترسره شوي لوبې د المپيک ژمني سپورتي لوبې دي ، خو د لوبو د تنظيمولو له نظره د المپيک دوبني او ژمني سپورتي لوبې يو له بل سره څه توپير نه لري ، نو ځکه د بيجنګ د المپيک د سپورتي لوبو تشکيلاتي کميټې زيات کسان تورينو ته ورليږلي دي ، د دې کميټې يو بل اجرايوي مرستيال ښاغلي وانګ وي وويل مونږ په دوو ډلوکې څه دپاسه دوه سوه تنه کسان تورينو ته ورليږلي دي د دوي يوه برخه د لوبو د پرانيستلو او بله برخه د لوبو د پاي ته رسيدو د مراسمو دترسره کيدو څيړنه او پلټنه کوي ، او ځيني کسان د تورينو ښاروالي د اړوندو څانګو څخه يو لړ معلومات ترلاسه کوي مثلأ د تورينو د سپورتي جمنازيمونو او ستديومونو ، د ترافيکو په برخوکې کاميابې تجربې د بيجنګ د المپيک د سپورتي لوبو د پرځاي کيدو لپاره د زده کړې وړ دي ٠ په تورينو ښار کې جمنازيومونه او ستديومونه پرمختللي تاسيسات او تجهيزات لري او د جمنازيمونو او ستديومونو بڼه د دندو سره ډېره ښه يوځای شوی ده ،دا د ورزشکارانو لخوا د خپلو سپورتي سويې د ښودلو لپاره ډېره ګټوره ده ، او د المپيک په سپورتي لوبوکې د برياليتوب د ترلاسه کولو د ډېرو مهمو عواملو څخه شميرل کيږي ، د تورينو د

المپيک د سپورتي لوبو د ترسره کيدو زيات ځايونه د بيجنګ د المپيک د سپورتي لوبو د تشکيلاتي کميټې د زده کړې وړ ګرځيدلي دي ، ښاغلي وانګ وي وويل زمونږ په نظر د تورينو د المپيک د سپورتي لوبو د جوړيدو لپاره ډېر ښه تياري نيول شوي ده ، د سپورتي لوبو تنظيم خپله ځانګړتيا لري ،د بيلګې په توګه د تورينوالمپيک د ژمنيو سپورتي لوبو د تشکيلاتي کميټې لخوا وړاندې شوي شعار هم د ستاينې وړ دی چې وايي دا ځای د هيجاني او ګرمو احساساتو څخه ډک دی ،دا شعار ډېر ښه دی او په لوبو کې د لوبغاړو د سيالۍ روحيه او د لوبو د ننداه چيانو تاوده احساسات څرګندوي ، دغه رازله لوبو څخه پرته د لوبغاړو نور فعاليتونه هم په ښه توګه ترتيب شوي دي ، د لوبو د پرانستلو مراسم هم د ليدو وړ دي ٠ عمومأد تورينو د المپيک ژمنيو سپورتي لوبو مونږ ته ډېرې ښې او ژورې خاطرې پري ايښي دي ، زياتې برخې يې د زده کړې وړ دي ،

د بيجنګ د المپيک د سپورتي لوبو د تشکيلاتي کميټې چارواکي وويل مونږ به په تورينو کې له ليدل شويو او ترلاسه شوېو ښو تجربو څخه په ٢٠٠٨ کال کې د بيجنګ د المپيک د سپورتي لوبو د جوړولو په کارونو کې ګټه واخلو ، مونږ هيله لرو چې په ٢٠٠٨ کال کې د بيجنګ د المپيک سپورتي لوبې د تيرو نورو المپيکي سپورتي لوبو په شان په بريالي ډول ترسره شي ٠

٠