<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-02-28 19:39:55    
د چين ډايرکتره ما لي وين

cri

ګرانو اوريدونکو ، اسلام عليکم ! د چين په فلمې او ټلويزيونی ساحو کې ښځينه ډايرکترانې ډيرې کمې خود توجه وړ دي . د هغوی له خوا جوړ شوي فلمونه ځانګړی خوصوصيتونه لری . د ښځې او ټولنې په نننې پروګرام کې به تاسو ته د چين د يوې ډايرکترې په باب معلومات وړاندی کړو چه نوم يی ما لي وين دی .

د ما لي وين عمر ٣٤ کاله دي . په تېرو پنځو کلونو کې يی دوه فلمونه جوړ کړی چه نومونه يی دي زما ډېره ګرانه د تل لپاره له دنيا څخه لاړه او موږ دواړه . دغه دوه فلمونه د چين دننه او بهر جايزي ګټلې دی . ما لي وين د يوی نوی ډايرکترې په توګه په ډيره ګرانه دغه برياليتوب تر لاسه کړ . هغې وويل : ( اواز )

زما دغه دوو فلمونو د خلکو ښه درناوی تر لاسه کړی . ما بری تر لاسه کړی دی .

په ٢٠٠١ کال کې ما لي وين ُزما ډېره ګرانه د تل لپاره له دنيا څخه لاړه ُپه نامه فلم جوړ وکړ . دغه فلم د چين د مشهورې ليکونکې جانګ جيه له داستان سره سم جوړ شوی او يو زړه رپوونکې فلم دې چه محتويات يی د يوې مور او د هغی د لور ترمنځ د احساساتو څرګندوی دي . دغه فلم په ٢٠٠٢ کال کې د چين د چانګ چون فلمونو په شپږم فيستيوال کی تر نورو د غوره کيسی ، غوره لارښونې ، د فلم د غوره دوهم رول دری جايزې تر لاسه کړې . برسره پردی ، دغه فلم د چين په بهرنيو او کورنيو ساحو کې په جلاجلا توګه نورې پنځلس جايزې تر لاسه کړې .

ما لي وين د چين د جنوبی ښار په جيانګ شي ولايت کې زېږېدلی ده . د تېری

پېړۍ په نوی ليسزه کې هغې بېجينګ ته راغله او په چين د مرکزی ډراموی پوهنتون کې يی زده کړه وکړه . مېرمن ما په بېجينګ کې د خپلې سابقې له مخې يوه رښتيانی کيسه وليکله او د دې ليسې سره سم يی د مونږ دواړه په نامه فلم جوړ کړ . ( اواز ) :

دغه فلم د يوې بوډۍ او يوې ځوانې زده کوونکې په اړه يوه کيسه انځوروي . په تېرو وروستيو مياشتو کې دغه فلم د چين د فلمونو د د طلايی مرغه او بېلا بېلو ګلونو په نامه فيستيوال کې تر نورو د غوره لارښوونې او د غوره هنرمندې جايزي تر لاسه کړې دي . له دې مخکې ، دغه فلم د جاپان د توکيو د فلمونو په اتلسم فيستيوال کې هم له خورا ښه هر کلی څخه برحقس شو . د جاپان د خبری اوو رسنيو له خوا جوړ شوی د ازريابی او تشخيص غير سمی ډلې له خوا يی زيات درناوی وشو چه په پنځه ديرش کې يو ديرش ستوری اخيستلی او په ټولو فلمونو کې يی ځای وينو .

ما لي وين څرګنده کړه چه په دغه فلم کې د محتوياتو په سلو کې اوه نوی برخې رښتيانی پېښی دي . هغې وويل : ( اواز )

زما له خوا جوړ شوي دغه فلم يو ساده فلم دې چې يوازی د کال څلور فصلونه پکې ليدل کېږی او محتويات يی يوه لنډه کيسه ده .

په تېره بيا هغه هنرمنده چې په دغه فلم کې يی د زړې بوډۍ رول رلوبولی دی د لومړی ځل لپاره په فلم کې کار کړی . هغه د توکيو د فلمونو په فيسيتوال کې تر نورو د ډېرې ښې ښځينه هنرمندې په توګه غوره شوه .

ما لی وين وويل د هر يو فلم د جوړولو بهير ډېر ګران دې . د دی د لومړی فلم جوړولو کارونه په ١٩٩٦ کال کې پيل او له يو لړ تياری وروسته تر ٢٠٠٠ کاله پوری بشپړ شو . هغې په خپل صميم يت او صاقت پر ټولو خلکو رحم کړی دی .هغې وويل :

( اواز )

نوی ډايرکټران يا فلم لارښوونکې په سر کې لويی پانګې نه شی تر لاسه کوی . زما په لومړی فلم لږ پيسې لګېدلی دی . زما په نظر ، زه يوه نوي فلم لارښوونکې يم ، نو بايد ګام په ګام فلمونه کړم چې خلک ما وپيژنی .

د چين د فلمونو او تيليويزونونو په ساحو کې ښځينه ډايرکترانې ډېرې کمې دی . د ما لي وين په نظر يو ، ډايرکټر بايد په طبيعی ډول خپل فکر د فلمونو له لارې څرګند کړي .

د فلمونو د جوړولو لپاره مېرمن ما ډېرې ستونزې له منځه وړې دي . تر اوسه پوری هغه يوازې ژوند کوی او هيله لري چه يوه کورنې ولری ، هغه تل د خپلو کارونو لپاره ډېر کوشش کوی او له خپلو افکارو څخه يی لاس نه دی اخيستی . اوس مېرمن ما د فلمونو جوړونه د خپل همت په توګه ګڼی .

ګرانو اوريدونکو ، د ښځې او ټولنې نننې پروګرام په همدی ځای پای ته ورسيد. ستاسو د کاميابې او خوشحالې په هيله .