
د چين د بين المللی راډيو د خبرله مخی د حيواناتو د نړيوال روغتيايی سازمان له خوا د مرغانو انفلونزا په اړه غونډه د فبروری په ٢٨ نېټه د فرانسی په پلازمينه پاريس کی پای ته ورسيده. په دغه غونډه کی متخصصانو دی ته اشاره وکړه چی اوس په نړۍ کی د مرغانو انفلونزا په خپرېدو ده او هيڅ هېواد له دغه ناروغی څخه په ډډه نه دی .
د دغه سازمان عمومی مدير بيرنارد والات خبری رسنيو ته وويل چی د بيلا بېلو هېوادونو اوسنی دنده له ناروغۍ څخه د کورنيو مرغانو د وقايی او کنترول لپاره د لازمو تدبيرونو نيول دی چی له امله به يی دغه مرغان د ناروغۍ له سرايت څخه ليری وساتل شی .