د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، د امريکی ولسمشر جورج بوش د مارچ په لومړی نيټه په ناڅاپه توګه د کابل په بګرام کی د هوايی فوځ اډې ته ورسيد او افغانستان ته يی په خپل پنځه ساعته سفر پيل وکړ . بوش هند او پاکستان ته د ورتګ په لاره کی د لنډ وخت لپاره افغانستان ته لاړ .
د خبر له مخی ، ښاغلی بوش د افغانستان له ولسمشر حامد کرزی او د حکومت له نورو لوړ پوړو چارواکو سره وکتل چه دا د طالبانو د رژيم له نسکوريدو نه وروسته دغه هيواد ته د امريکی د ولسمشر لومړی سفر دی .