<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-03-01 18:55:19    
په چين کې د عامو وګړو روغتون

cri

اوس د چين په ټولنه کې له دي امله چه د درملو او د علاج بيه نسبتأ لوړه ده ، نو د اوږدي مودې نه راهيسي ډير هغه اوسيدونکي چه عايدات يي لږ دي ، که ناروغ شي ، نه غواړي چه روغتون ته ولاړ شي ، دوي زياتره په دوکان کې لږ څه درمل اخلي ٠ دغه حالت د چين د ټولنې د زياتې پاملرنې وړ مسئله ګرزيدلي ده ٠ خو د خوښي وړ خبره دا ده چه په دي نژديو وختونو کې د چين په يو شمير ځايونو کې د عادي اوسيدونکو له پاره زيات روغتونونه جوړ شوي دي چه په دغو روغتونونو کې په ځانګړي ډول د هغو اوسيدونکو له پاره چه عايدات يي ټيټ دي ، روغتيايي اسانتياوي برابريږي ٠

د بيجينګ د شمالي خوا د هاي ديان په سيمه کې د شان دي اوسيدونکې ناحيه پرته ده او په دي ناحيه کې د اوسيدونکو له پاره د شان دي په نامه روغتون جوړ شوي چه د دوه مياشتو راهيسي يي په کار پيل کړي دي ٠ په دي وروستيو کې زمونږ خبريال له دغه روغتون څخه ليدنه کتنه وکړه ٠ په دي روغتون کې زمونږ خبريال وليدل چه ناروغان يو د بل پسي د انتظار په کتار کې ولاړ دي چه ډاکتر يي وګوري ٠ د دوي په منځ کې ځيني ناروغان له ډيرې ليري ځاي څخه راغلي دي ٠ يو تن سپين ږيري ځان چنګ بيان چه د بيجينګ په جنوبي سيمه کې اوسيږي ، هم هلته راغلي وه ٠ د بيجينګ له شمالي خوا څخه دغه روغتون ته راغلي وه ، که څه هم د بيجينګ په جنوبي سيمه کې ډير روغتونونه شته ٠ خو هغه خبريال ته وويل چه ځکه په ځانګړي ډول دغه روغتون انتخابوم چه دغه روغتون د عامو وګړو روغتون دي او د علاج او درملونو په هکله بيې عادلانه ، برابري او زمونږ له پاره د منلو وړ دي ٠ له بلې خوا د دغه روغتون په بيلا بيلو برخو کې خدمتونه هم ډير ښه دي ٠ نو زمونږ زړه ډير ارام دي چه په دي روغتون کې ډاکتر ته ورشو٠

د معلوماتو له مخې د شان دي په روغتون کې اوس هره ورځ دوه سوه تنه ناروغان منل کيږي او دغه شمير أن کله درو سوو تنو ته رسيږي٠ نو اوس پوښتنه دا ده چه ولي خلک دومره زيات دغه روغتون د خپلې درملني له پاره ټاکي ؟ د شان دي روغتون په چين کې د عادي اوسيدونکو لومړني روغتون دي چه د چين د حکومت له خوا د پانګې اچونې له لارې جوړ شوي دي ٠ د دغه روغتون د کار د پيل په لومړي ورځ يو ناروغ يوازي پنځه ژن مين بي يوانه لګولي او ناروغې يي ژر ليري شوي ده ٠ خو که لوي روغتون ور نه ملن واي ، دده د علاج دغه لګښت به پنځوس يا شپيته ژن مين بي يوانو ته رسيده ٠ د شان دي روغتون رئيسه ميرمن وانګ لينګ خبريال ته وويل چه د شان دي د روغتون عمده موخه دا ده چه هغو اوسيدونکو ته چه عايدات يي برابر او ټيټ دي ، اساسي روغتيايي أسانتياوې برابرې شي ترڅو دوي د لږو پيسو په لګولو سره له اساسي روغتيايي خدمتونو څخه برخمن شي ٠ د خپلو خدمتونو د برابرولو په هکله په دغه روغتون کې يو لړ امتيازي تدبيرونه غوره شوي دي ٠ لکه په روغتون کې د نوم د ثبتولو فيس معاف او د اعلاج او ټولو درملو بيي په سلو کې پنځه کمې شوې دي ٠

د شان دي روغتون پانګه په عمده توګه د بيجينګ د هاي ديان سيمې د حکومت له خوا برا بر شوي ده ٠ نو په دي ورغتون کې خدمتي اصول دا دي چه تر وسي پوري د خدمتي کيفيت د اوچتولو پر اساس د علاج او درملونو هزينه ټيټه کړي ترڅو لا زيات هغه اوسيدونکي چه عايدات يي لږ دي ، له روغتيايي خدمتونو څخه لا زياتې ګټې واخلي ٠ سر بيره پر دي د عادي اوسيدونکو له پاره د چين په نورو ډيرو ځايونو کې په روغتونونو کې د بي وزلو ناروغانو له پاره د بستري کوټې تيار شوي دي ٠ لکه د چين د شمالي خوا د شان تونګ ولايت د جي نان په مرکزي روغتون کې دوه لس کلنه جيني سوي اين اين چه د هډوکې د ماتې له امله په دي روغتون کې بستري شوې، له دي امله چه دا نجلې په کور کې اقتصاد ي ستونزې لري ، نو ډاکترانو جراحي عمليات نه دي کړي بلکه د جوړولو په هکله يي د علاج طريقه غوره کړې ده ٠ دغه نجلۍ تر دقيق درملني وروسته روغه جوړه شوه ٠ ډاکتر وانګ چانګ هونګ خبريال ته وويل چه د جراحي عملياتو له پاره زيات پيسې په کار وي چه په دي سره به د نجلۍ په کورني پر اقتصاد باندې زيات فشار راغلې وه ، له بلې خوا د عملياتو له امله به نجلۍ ته زيات غمونه رسيدلې وه ٠

اوس د چين په بيلا بيلو ځايونو کې اړوندو طبي سازمانونه ټول د مختلفو تدبيرونو په غوره کولو سره د عادي اوسيدونکو د روغتيا د مسئلې د حل له پاره کوشش کړي او کوي يي ٠ همداشان د چين د روغتيا وزارت هم د بيلا بيلو ځايونو له طبي سازمانونو څخه غوښتنه وکړه چه بايد د عادي اوسيدونکو د روغتيايي خدمتي سازمانونو د جوړولو له پاره هڅه وکړي ٠