<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-03-01 19:05:10    
د چين تر ټولو د لوړې علمي او تخنيکي جايزې اخيستونکی يي دو جن

cri

لږه موده دمخه په چين کې تر ټولو د لوړې علمي او تخنيکي جايزې ورکولو مراسم تر سره شول او مشهور هوا پيژندونکي کارپوه يي دو جن په وياړ دغه جايزه واخيستله . نوي کاله دمخه ښاغلي يي د چين په شمالي ښار تيان جين کې زيږيدلی او په همدي کال د چين د هوا پيژندنې لومړني ريکارډ رامنځته شو . د امريکې له شيکاګو پوهنتون څخه د داکټري درجې د لاس ته راوړلو وروسته يي دو جن بيرته خپل وطن ته راستون شو او د هيواد د هواپيژندنې چارو بنسټ يي کيښود.

له نيمې پيړۍ څخه د زياتو کلونو په څيړنو کې ښاغلي يي د هواپيژندنې په ساحه کې وتلي څيړنيز برياليتوبونه تر لاسه کړيدي . د خپلو برياليتوبونو د يادونې په وخت هغه وويل د څيړنو او لوستنو په ترڅ کې زما پلی شوی اصل دا دی چه په جدي او دقيق ډول خپل کارونه تر سره کړم . زما په نظر دا د هر علمي کارکوونکي لخوا د مراعات کولو وړ اصول دی . ښاغلي يي له خپل ټاکلي اصل سره سم تل د معلوماتو لاس ته راوړلو لپاره لوړو ځايونو او بيابانونو ته تللی چه دده د کوششونو له برکته د لوړو ځايونو اقليمي علم پرانستل شو او د ختيځې اسيا د هوا په بهير او اقليمي بدلون باندي د نړۍ د بام په نامه د چين د چينهاي او تبت لوړې اغيزې ښکاره او په موسمي باد او باران باندي د ختيځې اسيا د هوا جريان اغيزې پيدا شويدي.

د نړيوال اقليم د بدلون په هکله څيړنه لومړي د ښاغلي يي او نورو څو عالمانو لخوا پيل شوه او په اقليمي بدلون باندي د انسانانو د فعاليتونو د اغيزو په اړه يي يوه تيوري رامنځته کړه چه دغه ټول په چين کې د هوا پيژندنې د څيړنيزې سويې د لوړوالي او د هوا د سم اټکل او وړاندوينې لپاره ډيره مرستندويه زمينه برابره شويده .

د دده په قول هر تن بايدخپل کارونه د هيواد د اړتيا د پوره کولو لپاره تر سره کړي او بايد په خپله څيړنه کې تر ټولو پرمختللي لارې چارې پلي او نوي نظريې وړاندي کړي . د وتليو برياليتوبونو له امله ښاغلي يي د چين د علومو پر اکاډمی سربيره د فينلند د علومو د اکاډمۍ غړی ، د برتانيا د شاهي هواپيژندونکې ټولنې او د امريکي د هواپيژندونکي ټولنې وياړي غړي هم دی او د نړۍ د هواپيژندنې شورا لخوا هم د يو نامتو عالم په توګه منل شويدی.

د علمي څيړنو تر څنګ ښاغلي يي زيات شمير ځوان هواپيژندونکي روزلي دي . مثلا ښاغلي هوانګ ژون حوي چه عمر يي له شپيتو کالو زيات دی او د چين د علومو د اکاډمۍ غړی دی ، د ښاغلي يي له زده کوونکو څخه يو دی او اوس د چين د هواپيژندنې په ساحه کې د ملا تير رول لوبوي .نوموړي د خپل استاذ د ښوونې په هکله داسي وويل زه د استاذ يي زده کوونکی وم او دده غوره اخلاق او خاصيت زما د زده کړې نمونه ده . هغه برياليتوبونه چه په څيړنه کې مې تر لاسه کړي ، د ده د ښوونې پايلی دی.

که څه هم ښاغلی يي سپين ږيری شوی دی ، خو لا هم د چين د علومو اکاډمۍ د هواپيژندنې جيوفزيکي انستيتوټ د وياړي رييس دنده په غاړه لری او هره ورځ اته ساعته کار کوي . هغه تل داسي وايي سره له دې چه د چين د هواپيژندنې په چارو کې ستر برياليتوبونه تر لاسه شويدي ، خو د پرمختللو هيوادونو په پرتله لا هم وروسته پاتې دی ځکه چه په پرمختللو هيوادونو کې د دوو اوونيو لپاره د هوا پيشبيني کيږي ، خو په چين کې يوازي د دريو څلورو ورځو لپاره دقيقه پيشبيني کيږي .

د چين د علومو اکاډمۍ د هواپيژندنې ژيوفزيکي انستيتوټ مشر وانګ حوي جيون وويل چه د انستيتوټ د مشرتوب دندې د په غاړه اخيستلو څلورو کالو راهيسې يي د استاذ يي زياتې مرستې لاس ته راوړي دي او اوس زمونږ په ايستيتوټ کې د استاذ يي د هڅونې او تشويق له برکته يو شمير ځوان کارپوهان روزل شويدي .

ښاغلي يي د خپل ژوند د يادونې په وخت وويل که څه هم نوي کلن يم ، خو هره ورځ نيم ساعت سيل کوم او د ستړتيا په حال کې داستانونه لولم .