<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-03-01 19:20:43    
د بس د مياشتنيو ټکيټونو يو ځوان راغونډونکی

cri

په نړۍ کې ځيني کسان تاريخي شيان ، چيني توکي ، نقاشي ، پوستي ټکټونه او حتی زاړه موټرونه راغونډوي . د خلکو په ژوند کې د پر له پسې ښه والي او د حکومت د تګلارې د بدلون له امله د چين په بيلابيلو ځايونو کې د زړو توکو پلورلو بازارونه په شنبه او يکشنبه داسي زيات شيمر کسان راجلبوي چه د تاريخي شيانو ، پوستي ټکيټونو ، کوپونونو ، سکو ، چيني توکيو او داسي نورو شيانو له راغونډولو سره علاقه لري ، نو اوس په چين کې د شيانو د راغونډولو اوج رامنځته شويدی .

د بيجينګ يو ځوان چه هه نان نوميږي او سږ کال شپږ ويشت کلن دی ، د بس د مياشتنيو ټکيټونو له راغونډولو سره ډيره مينه لری او تر اوسه پوري يي يو سلو پنځوس داسي ټکيټونه راغونډ کړيدي . پخوا د چين په هر ښار کې زياترو زده کوونکو او کارکوونکو د بس مياشتني ټکټونه کارول چه له امله يي له هه نان سره د دغو ټيکټونو د راغونډولو علاقه رامنځته شوې . نن ورځ دده کور د بس د مياشتنيو ټيکټونو يو کوچني موزيم ته ورته دی او د ولسي جمهوريت د جوړيدو په لومړنيو کلونو کې استعمال شوي مياشتني ټکټونه ، د تيرې پيړۍ په شپږمه لسيزه کې داسي ټيکټ چه ورباندي د ولسمشر ماو خبره چاپ شوې او يوازي د بيجنيګ په اطرافو کې استعماليده او اوسني نوي مياشتني ټکټونه راغونډ کړيدي . هغه وويل چه اوس دغه يو سلو پنځوس ټيکټيونه په البومونو کې په ښه شان سره ساتل شويدي . دا مياشتني ټيکټ چه ژيړ رنګ لری او د تراموي او عمومي سرويس د سپرلی لپاره و ، د جعليتوب په خلاف يي هيڅ نښه نه درلوده او ارزښت يي يوازي څلور يوانه دوه جياو و . د هه نان په قول د دغه ټکټ د لاس ته راوړلو لپاره هغه د ښار د

ترانسپورتي څانګې له چارواکو څخه د مرستې غوښتنه کړې چه په نتيجه کې يي لاهم داسي ټکټ ندي تر لاسه کړی ، نيم کال وروسته هغه د بيجينګ په جنوب خيتځ د پان جيا يون د زړو توکيو پلورنې بازار په يوه غرفه کې دغه ټيکټ وموند، له پنځه پنځوسو کلونو راهيسې په بيلا بيلو دورو کې د کارول شويو مياشتنيو ټکټونو د راغونډولو لپاره هه نان په فارغ وخت کې د پان جيا يون او نورو بازارونو ته تللی او د غرفو د خاوندانو پرته د ټکټونو له زياتو راغونډونکو سره أشنا شويدي . د بس هغه مياشتنی ټکټ چه په نولس سوه اته شپيتم کال کې د بيجينګ په اطرافو کې استعماليده ، د هه نان ډير خوښ دی ځکه چه دغه د څلورو يونو په ارزښت ټيکټ سور رنګ لری او ورباندي د ولسمشر ماو يوه داسي خبره چاپ شوې چه مونږ بايد محتاط اوسو او له غرور څخه لاس واخلو او د زړه له اخلاصه د خلکو لپاره خدمت وکړو . هر مياشتنی ټيکټ د يوې زمانې نښه ده او وايي هر کله می چه يو مياشتني ټکت کتلی ، فکر می هغې زمانې ته الوتنه او خوند می ترې اخيستی .

اوس خپل هر کارول شوي مياشتنی ټيکت ساتم ځکه چه اوس د چين په ځينو ښارونو کې د بس د مياشتنی ټکټ په ځاي الکترونيکي کارتونه استعماليږي . کله چه په ټول هيواد کې د بس مياشتنی ټکټونو کارول ودريږي ، غواړم چه د بس د مياشتنيو ټيکټونو يو موزيم پرانيزم . د بس د مياشتني ټکټ په ځاي د الکترونيکي کارت استعمالولو له بدلون څخه د يوه ښار د بدلون نښه ليدل کيږي . له دې امله چه هه نان د بس د مياشتنيو ټکټونو له راغونډولو سره علاقه لری ، له منځني ښوونځي څخه د فراغت وروسته د بيجينګ د ترانسپورت په پوهنتون کې شامل شو او اوس ددې پوهنتون د ترانسپورتي ادارې په څانګه کې په زده کړې لګيا دی .