د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی د مارچ په دوهمه نيټه په کراچی کی د امريکی دکونسلګرۍ په شل کيلومترۍ کی دوې بمی چاودنې وشوې او له دی امله لږ تر لږه ٤ تنه وژل او ٣٧ نور تنه ټپيان شول .
د پوليسو په وينا ، دغه دوې چاودنی له موټری بمونو سره تړاو لری . ددوی په اند ښايی چی دا به ځان وژونکی بريد وی .
د خبر له مخی ، د امريکی ولسمشر جورج بوش چه اوس په هند کی په سفر بوخت دی ، خبريالانو ته وويل ، په ياد شويو مړو کسانو کی يو تن امريکايی ديپلومات و .
تر اوسه پوری هيچا او کومی ډلی ددی پيښی مسووليت په غاړه نه دی اخيستی .