<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-03-02 19:02:36    
د وان شنګ په سيمه کې ډبرين ځنګلونه

cri

ګرانو اوريدونکو چين ته د سفر په ننني خپرونه کې به تاسو ته د چين د وان شنګ په سيمه کې د ډبرينو ځنګلونو په باب معلومات درپيژنو-

محترمو دوستانو ډبرين ځنګلونه د کارست د مځکني سطحې د عوارضو يو ډول ځانګړتيا څرګندوي ، د چين د يون نان په ولايت کې د يي قوم په خودمختاره ولسوالي کې د ډبرينو ځنګلونو يوه سيمه شته چې په چين کې تر ټولو لويه او مشهوره ده ، خو د چين په نورو ځايونو کې هم همدغسي سيمې شته ، د چين په جنوب لويديځ کې د څونګ چينګ په ښار سره تړلي د وان شنګ په ولسوالې کي ډبرين ځنګلونه شته چې ډېره پخوا رامنځته شوې دي ،

د وان شنګ د ډبرينو ځنګلونو د سيمې مساحت تقريبأ ٢٤ زره مربع کيلومترو ته رسيږي ، په دې سيمه کې د ډبرينو ځنګلونو او له په زړه پوري غارونو څخه پرته جهيل ، ابشار او تر ځمکې لاندې سيند او د ليدو وړ نورې طبيعي منظرې هم ليدل کيږي ٠ د ډبرينو ځنګلونو د خصوصيت په اړوند د وان شنګ د ولسوالي د توريستي ادارې مسؤل ښاغلي ځان شيوي دونګ خبريال ته وويل لومړي د وان شنګ په ولسوالی کې ډبرين ځنګلونه د چين تر ټولو ډبرينو ځنګلونو ډېرې مخکې منځته راغلي دي چې تاريخ يې تر اوسه پوري تقريبأ د پنځو او شپږو سوو مليونو کلونو نه هم زيات دی ،دوهم -- د ځنګلونوپه سيمه کې زيات غرونه شته چې عمومي اوږدوالی يې دريو زرو مترو ته رسيږي ، لکه څنګه چې ښاغلي ځان شيوي دونګ وويل د ډبرينو ځنګلونو بڼه د کبانو د فلسونو په شان په يوه پراخه سيمه کې بريښي ، داسي چې ګواکي د انسانانو لخوا جوړشوي دي ٠ توريستي ﻻرښوونکې أغلی جانګ يان وويل د متخصصانو د څيړنې سره سم د شپږو سوو مليونو کلونو نه مخکې دغه ځای يو سمندر و ، کلونو کلونو د تيريدو له امله سمندر ورو ورو له منځه تللی او په مځکې بدل شوی و ، د سمندر د له منځه تللو او د مځکې د پورته کيدو په بهير کې د کبانو د فلسونو شکل لرونکي مځکه رامنځته شوه چې دا د وان شنګ د ډبرينو ځنګلونو د رامننځته کيدو سبب و ٠

د ډبرينو ځنګلونو هره برخه خپل ځانګړي بڼه لري ، ځينې د ايږ په شان پر مځکې باندې ولاړ دی ، ځينې يې د مرغانو په شان أسمان ته د الوتلو په حال کې دی، ځينې د ببرانو او ځينې يې د أسانو غوندي بيلابيل شکلونه ښيي ٠

د وان شنګ په ډبرينو ځنګلونو کې د راز راز معجزې مځکې له عوارضو څخه پرته ډېرګڼ نباتات او د ونو ځنګلونه هم موجود دي ، په دوبي کې محلي اوسيدونکي دغه ځاي د ګرمي څخه د ډډه کولودپاره دغه ځای ديوه ښه ځاي په توګه استعمالوي ،خلک په دغه ځای کې نه يوازي ساعت تيري کولي شي بلکې د ملي قوم د خلکود دود او رواج څخه خوند اخيستلی شي ٠

د وان شنګ په سيمه کې د مياو قوم څه دپاسه دوه زره تنه خلک اوسيږي ، څرنګه چې د هغوي د سر زينت په سرو تارونو ښکلی شوی دی نو ځکه نور خلک هغوي د سور مياو قوم په نامه يادوي ٠

توريستي ﻻرښوونکې ميس جانګ يان خبريال ته وويل سيلانيان چې وان شنګ ته راځي خامخا به د مياو قوم د دود او رواج د څرګندولو د فعاليتونو سيل وکړي ٠ هغې زياته کړه چې د دې دپاره چې وان شنګ ته راغلي سيلانيان کولاي شي چې د مياو قوم د خلکو د دود او رواج څخه خوند واخلي ، د هر کال د مې د لومړې ورځې يعني د کارګرو د نړيوالې ورځې د لمانځنې په وخت کې په وان شنګ کې د خوښۍ او خوشالۍ ستر فعاليتونه ترسره کيږي ، د فعاليتونو په ورځو کې د أسانو ځغاستې ، ، د غوايانو او چرګانو مسابقې او نورې سيالي ترسره کيږي ، علاوه پر دې هره ورځ په ټاکلي وخت او ځايونو کې د مياو قوم د سندرو ويلو او نڅاکولو په شمول يو لړ نندارې هم ښودل کيږي چې له دې ﻻرې څخه د راغلو چيني او بهرنيو سيلانيانو مينه او علاقه راجلبوي٠

د مياو قوم خلک د سندرو ويلو او نڅاکولو سره ډيره مينه اوپکې لوي لاس لري ،د دوي خوږې او خوندورې سندرې او ښکلې نڅاوي هميشه ډير زيات سيلانيان ځانته راجلبوي ، سياح ښاغلي جو جيان زمونږ خبريال ته وويل د وان شنګ ډبرين ځنګلونه نه يوازي راز راز په زړه پوري او ښکلې منظرې لري بلکې په دې سيمه کې ډير ښه قومي رسم و رواج هم ليدل کيږي ٠ دغه ځای لکه جنت ډېر ښکلی ښکاري ٠

ګرانو اوريدونکو همدا اوس موتاسو ته د چين د وان شنګ په سيمه کې د ډبرينو ځنګلونو په باب يو لړ معلومات وړاندې کړل