د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی : د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف او صدراعظم شوکت عزيز د مارچ په دوهمه نېټه د اعلاميو په خپرولو سره په کراچی کې د امريکی قونسلګرۍ ته نژدی د بم چاودنه وغندله . د هغه هيواد د دولتي ټلويزيون د خبر له مخی : ولسمشر پرويز مشرف وويل د بريد کوونکو موخه د پاکستان او مسلمانانو څيری ته زيان رسول دي . پاکستان به ترهګرانو ته سخت ضربه او سزا ورکړي .
سر بيره پر دې د پاکستان کابينی او د بهرنيو چارو وزارت په همدې ورځ هم د دغی چاودنی د غندنی لپاره اعلاميی خپرې کړی .