<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-03-03 16:26:33    
رڼا ليږدونکی ياو شياو مين

cri

ډاکټر ياو شياو مين په چين کې د سترګو قرنيو لومړني بانک جوړونکی دی ، له دي امله چه هغه د خپلې مور قرنيې ړندو کسانو ته ورکړې ، له هغو شلو تنو څخه وشميرل شو چه هيوادوال ورباندي ډيرمتاثر شول . دغه راز د قرنيو د بسپنې په اړه د قانون جوړولو وړانديز چه دده لخوا وړاندي شوي ، په چين کې د بدني جهازونو د وړيا بسپنې په اړه د قانون جوړولو بهير چټک شويدی .

د ډاکټر ياو په بکس کې يو کارت شته او ورباندي ليکل شوي چه که کومه ناڅاپه پيښه راپيښيږم ، غواړم چه خپلې قرنيې په وړيا بسپنه کړم . پرته له دې نه دده ښځه ، زوي او دوه کشر وروڼه هم داسي کارتونه له ځانه وړي .

د خپلې سابقې د يادونې په مهال کې ياو شياو مين وويل چه زه يو ډاکټر يم او کله کله تبت او نورو سرحدي سيمو ته د جراحۍ عمليات اجرا کاوه او وخت می درلود چه له مور سره خبرې کوم ، خو مور می د قرنيې د بسپنې په هکله کيسې واوريدې ، پريکړه يي وکړه چه د خپل زوي د کارونو ملاتړ وکړي يعني له مرګ وروسته خپلې قرنيې نورو ناروغانو ته په وړيا ډول ورکړي . تير کال د اګست په شپږويشتمه نېټه هغه سخته ناروغه شوه او په کټ باندي يي وصيت وکړ چه خپلې قرنيې بسپنې وکړي . د مرګ نه دمخه يي وويل چه زوي می په دې کار لګيا دی ، هغه ړندو کسانو ته رڼا رسوي ، زه بايد دده ملاتړ وکړم . د دې کال د سپتمبر په اولسمه نيټه د ياو شياو مين مور له دنيا څخه لاړه او نيم ساعت وروسته د ډاکټر ياو همکارانو دده د مور له سترګو څخه قرنيې وايستلې او په دوهمه ورځ يي اته ويشت کلنې ړندې ښځې څاو جون ژون ته ورکړې . د جراحۍ له ميز څخه د کښته کيدو نه وروسته څاو ډيره

خوشحاله شوه او په لوړ اواز يي وويل چه سترګې می ليدلی شي .

ډاکټر ياو وويل چه اوس ډير کسان د خپلو قرنيو د بسپنې غوښتنه کوي . دده په خبره دوه قرنيې اتو ړندو کسانو ته رڼا رسولی شي په بله ژبه دا د بسپنه کوونکي ژوند د ادامې مانا هم لری . د شن جن د يوه ګورستان په لويديځ يوه سل کلنه لويه ونه ولاړه ده چه د رڼا رسونکې په نامه ياديږي او او ددې ونې په وړاندي يوه مرمري ډبره ودروله شوه او ورباندي ليکل شوي وو چه ددې ونې لاندي ښخ شوي شخصيتونه داسي مخکينيان دي چه خپلې قرنيې يي بسپنې کړېدي چه ددوي بي حده رڼا ادامه لري.

ډاکټر ياو وويل چه تير کال د سپتمبر په يوويشتمه نېټه می د مور د هډوکو ايرې هم ددې ونې لاندي ښخې کړي وې .

د خبريال هغې پوښتنې ته د ځواب ورکولو په وخت کې چه د مور نه پرته تاسي ته د کوم بسپنه ورکوونکي ژوره خاطره ايښودلی ده ؟ ډاکټر ياو وويل چه د تيرې مياشتې په دوهمه نېټه د مرکزي چين د وو هان ښار يو معيوب چه چن وي هون نوميده ، سترګې يي د تل لپاره پټې کړې او له دنيا څخه د وتلو دمخه يي غوښتنه کړی چه خپلې قرنيې نورو ته ورکړي ، په دي توګه هغه په چين کې لومړني معيوب دی چه خپلې قرنيې يي په وړيا ډول بسپنه کړيدي . برسير ه پردې يو سپين ږيری چه د ژوند په وخت کې يي د قرنيو د بسپنې غوښتنه کړې ، مړ شو ، نو سمدستي روغتون ته تللی څو چه د قرنيو د پيوند عمليات ترسره کړم ، خو د مړ شوي سپين ږيري کشر ورور له دې سره مخالفت څرګند کړ او و يي ويل چه په بله دنيا کې که سترګې و نه لری ، څنګه ځي راځي .؟ په پاي کې می عمليات ندي تر سره کړي . همداسي پيسې ډيرې دي ځکه چه د مړو شويو کسانو خپلوان د قرنيو د بسپنې اهميت ښه نه پيژني ، نو وروسته به په دي هکله لا زيات کارونه تر سره کړم .